افغانستان

بلخ: اداري چارې د عطامحمد نور مرستیال پر مخ وړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د سیمه ییزو ارګانونو اداره وايي، د عطامحمد نور او ارګ تر منځ له تازه ناندریو وروسته د دې ولایت اداري چارې د عطامحمد نور مرستیال پر مخ وړي.

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ویاندې منیرې یوسف زاده رسنیو ته ويلي، تر څو چې د دواړو لوریو تر منځ ستونزه هوارېږي اصولاً باید د دې ادارې مرستیال چارې پر مخ یوسي.

محمد بشیر توحيدی چې د عطامحمد نور مرستیال و، د بلخ ولایت سرپرستي پر غاړه لري.

که څه هم ارګ انجینر محمد داود د عطامحمد نور پر ځای د بلخ والي ټاکلی دی، خو لا هم د نور او ارګ تر منځ پر «ځينو شرایطو» هوکړه نه ده شوې.

ولسمشرۍ ماڼۍ وړمه ورځ د عطامحمد نور د استعفا د منلو خبر ورکړ، خو نور د ارګ څرګندونې بې وخته وبللې او ويې ویل نوموړي څه موده وړاندې د ځينو شرطونو سره خپله استعفا وړاندې کړې وه، چې شرطونه يې ونه منل شي دنده نه پرېږدي.

نور له نړیوالو هم وغوښتل چې په دې برخه کې دې مداخله نه کوي، خو نه يې دي ویلي چې شرطونه يې کوم او څنګه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x