افغانستان

خپل منځي شخړه کې ۱۵ تنه ژوبل شول

نن ټکی اسیا: د هرات ولایت اوسېدونکي وايي، چې د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ د اوسېدونکو ترمنځ په خپل منځي شخړه کې د دواړو ښکېلو غاړو ۱۵ کسان ټپيان شوي.

د راپورونو له مخې د انجیل ولسوالۍ د غیبتان کلي اوسېدونکو له پخوا راهیسې په خپل منځ کې ترپګني لرله، چې تېره ورځ مازدیګر مهال په یوه وسله واله نښته کې سره کښېوتل.

د انجیل سرپرست ولسوال بشیر احمد غوریاني د پېښي د پخلي ترڅنګ وویل، چې د یاد کلي خلک له پخوا راهیسې قومي ستونزې لري او وخت ناوخت يې خپلې منځي شخړې هم کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په پېښه کې د تړاو په تور یې څلور کسان نېولي او پلټنې ترې روانې دي.

په عین وخت کې، د هرات د دولتي روغتون یوه مسؤل ډاکتر وايي، چې دوی ته پنځلس ټپیان ور وړل شوي، ځينې تر لنډې درملنې وروسته رخصت شوي او نهه تنه نور ترې بستر شوي.په ټپیانو کې د دریو تنو روغتیايي حالت د انديښنې وړ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x