افغانستان

د بدخشان ولايتي شورا: په نهو ولسواليو کې ۷۰ سلنه واک د طالبانو دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د بدخشان ولايتي شورا وايي، د دغه ولايت دوه ولسوالۍ یمګان او وردوج په مکمله توګه او د نهو نورو ولسواليو اويا سلنه خاوره د طالبانو په واک کې ده.

د ولايتي شورا رييس بشير صميم اريانا نيوز ته ويلي، په دې وروستيو کې د طالبانو نظامي فعاليتونه له اوو ولسواليو يوولس ولسواليو ته پراخ شوي او د دغه ولايت له شلو ولسواليو څخه يې د نهو ولسواليو اويا سلنه خاوره د هغوی تر حاکميت لاندې ده.

له تېرو درې کلونو راهيسې د بدخشان دوه ستراتيژيکې ولسوالۍ یمګان او وردوج په مکمله توګه له طالبانو سره دي.

په ورته وخت کې د بدخشان والي احمد فيصل بېکزاد وايي، په دغه ولايت کې ميشت ځواکونه دا توانمندي نه لري چې له طالبانو څخه سيمې ونيسي او له دولت څخه يې د تازه دمو ځوکونو او هوايي قواوو د ور استولو غوښتنه کړې.

د بدخشان ولايتي چارواکو د روان ۲۰۱۷م کال د اپريل په مياشت کې د زيباک ولسوالۍ د سقوط خبر هم ورکړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې طالبانو د بدخشان ولايت د خپلو سلګونو نظامي کسانو هغه ويډيو خپره کړه، چې دوی له دولتي ځواکونو څخه په نيولو ټانګونو او رينجرو کې د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې ګرځي.

طالبانو ويلي، د بدخشان ډيری سيمې د دوی تر حاکميت لاندې دي، په ويډيو کې له عامو خلکو سره مرکې شوي چې د طالبانو له فعاليت څخه يې رضامندي ښکاره کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x