افغانستان

کندوز چارواکي: دشت ارچي کې ۱۵ اربکیانو او د اردو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کندوز ځايي چارواکي وايي، د دې ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۱۵ اربکیانو او د ادرو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندوز د امنیه قومندانۍ ویاند انعام الدین رحماني وايي، طالبانو د دشت ارچې ولسوالۍ اړوند د اربکیانو په یوه پوسته برید وکړ، چې اوه تنه يې ځای پر ځای ووژل او درې نور ټپیان شول.

د هغه په خبره د اربکیانو د مرستې لپاره د اردو عسکرو هم جګړه کې برخه واخیسته، چې پنځه تنه پکې ټپیان شول.

د دې ولسوالۍ ولسوال هم د پېښې پخلی کړی دی او ويلي يې دي طالبانو ته هم مرګ ـ ژوبله اوښتې خو د دقیق شمېر په اړه يې معلومات نه لري.

د امنیه قومندانۍ ویاند بیا وايي چې ۱۵ طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دشت ارچې د کندوز هغه ولسوالي ده چې ډېر واک یې د دولت له مخالفينو سره دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x