ورزش

آي پي ایل: د ۲۰۱۸ کال بولۍ به د جنوري په ۲۷ او ۲۸ ترسره شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د هند غوره لیګ یوولسمې لړۍ بولۍ به د راروان ۲۰۱۸ کال د جنوري په ۲۷ او ۲۸ په بنګلور ښار کې ترسره شي.

دا په دې معنا چې دغه بولۍ به د هند او جنوبي افریقا ترمنځ د آخري ټیسټ لوبې په جریان کې ترسره شي، ځکه چې هند له جنوبي افریقا سره په جوهانسبرګ ښار کې آخري ټيسټ لوبه په ۲۴ جنوري پیل او په ۲۸ پای ته رسیږي، چې له امله به یو شمیر زیات هندي لوبغاړي په دغه بولۍ کې شرکت ونه کړي.

آي پي ایل له فرنچایز مالکانو غوښتي چې د لوبغاړو آخري لیست په ۴ جنوري دوی ته وسپاري، چې آی پي ایل د هغو لوبغاړو پول بشپړ کړي چې په ۱۸ جنوري پورې به د بولۍ لپاره بشپړ شي.

د آي پي ایل په غونډه کې چې په ۶ دیسمبر ترسره شوې وه، د ځینو غړو لخوا د آی پي ایل سره د جنوبي افریقا او د هند داخلي لوبې چې په ۲۸ جنوري پای ته رسیږي ټکر په اړه څرګندونې وشوې، دوی غوښتل چې له دغو داخلي لوبو غوره لوبغاړي خوښ او پخپلو لوبډلو کې شامل کړي.

په دغه غونډه کې د فرنچایز مالکانو ته اجازه ورکړل شوه تر څو وکولی شي د هغو کارتونو په واسطه چې دوی ته د بولۍ څخه وړاندې ورکول کیږي، له داخلي لوبو څخه چې په هند کې ترسره کیږي د لوبغاړو د کموالي په حال کې ۵ لوبغاړي د بولۍ پر جریان کې بولۍ ته وړاندې کړي، خو دوی ته به د دریو څخه زیات لوبغاړو اخیستلو اجازت نه وي.

آي پي ایل سیالیو کې د پاکستان لوبډلې پرته نړیوالو لوبډلو لوبغاړي شرکت کوي، په یاد لیګ کې تر دې دمه د افغانستان لخوا راشد خان او محمد نبي هم په دې لیګ کې د سنرایزز حیدراباد لوبډلې لخوا لوبیدلي چې ښه ثابت شوي، او دغې لوبډلې پخوا څرګندونې کړې وې چې په راروانه لړۍ کې هم دغه دوه لوبغاړي له ځان سره ولري.

د یادونې وړ ده چې په راتلونکې لیګ ۱۱مه لړۍ کې به د بولۍ لپاره یو شمیر افغان لوبغاړي هم وړاندې شي، چې نوملړ یې په لاندې ډول دی:

په دې نوملړ کې، نجیب الله ځدراڼ، دولت ځدراڼ، سمیع الله شینواری، محمد نبي عیسی خیل او راشد خان ارمان شامل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x