افغانستان

افغانستان د خبريالانو لپاره درېیم خطرناک هېواد دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي، د خبریالانو لپاره د نړۍ څلورو خطري هېوادونو کې افغانستان درېیم مقام لري.

د دې ټولنې د راپور پر اساس په روان ۲۰۱۷ میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې ۶۵ تنه خبریالان وژل شوي دي او ۵۴ نور د مختلفو ډلو له لوري برمته نیول شوي دي.

د راپور له مخې هغه هېوادونه چې د خبریالانو پر وړاندې پکې ستونزې ډېرې وې، سوریه، مکسیکو، افغانستان او عراق په ګوته شوي دي.

د سرچينې په قول د روان کال په اوږدو کې په سوریه کې ۱۲، مکسیکو کې ۱۱، افغانستان کې نهه او عراق کې اته تنه خبریالان وژل شوي دي.

د وژل شویو خبریالانو له ډلې ۱۵ سلنه مېرمنې او ۸۵ سلنه نارینه خبریالان دي.

د همدې راپور پر اساس د تېر میلادي کال په پرتله سږني کال کې د خبریالانو په له منځه تلو کې ۱۸ سلنه کمښت راغلی دی.

پر دې کمښت سربېره په روان کال کې په چین، ترکیه، ویتنام، ایران او سوریه کې ۳۲۶ تنه خبریالان زنداني شوي دي.

د بې پولې خبریالانو د معلوماتو له مخې په تېرو پنځلسو کلونو کې په ټوله نړۍ کې ۱۰۳۵ تنه خبریالان وژل شوي دي.

افغان حکومت چې د بیان ازادۍ خپل لوړ ارزښت معرفي کوي، تر اوسه د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې اغېزناک ګامونه نه دي پورته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

افغانستان د خبریالانو د پاره نه د نړیوالو شامارانو د پاره خطرناک هیواد دی ، خبریالان ورله تبلیغات کوی نو خامخا به ورته خطرات متوجه وی په ډالرو معاشونه له ځانو سره خطرات خامخا لری ، حتی که کومه خبره تری په خطایی کی وشی او لا خپلواک خبریال وی لا د خپل هیواد او مظلوم اولس کماحقه حقایق بیان کړی د نړیوال دجال یا د هغو دغلامانو به اړه وشی غلامان او باداران ورته هم د مرګ او درد سزا اوروی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x