م م: د سعودي په مشرۍ ائتلافي الوتکو يمن کې ۱۳۶ ملکيان وژلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ملګرو ملتونو  د بشري حقونو د څانګې وياند رابرټ کولفیل ويلي، چې د عربي ائتلاف جنګي الوتکو يوازې په تېره مياشت کې ۱۳۶ ملکي او بې دفاع يمنيان وژلي دي.

د ملګرو ملتونو نورو مسؤولينو ويلي، چې سعودي لا هم د يمن ټولې پولې تړلي او يمن ته د ملګرو ملتونو د خوراکي او طبي مرستو بېړۍ نه ورپرېږدي.

رابرټ کولفيل په نيويارک کې رسنيو ته ويلي، چې «موږ په يمن کې د ولسي مرګ ژوبلې په زياتېدو ډېر اندېښمن يو او دا مرګ ژوبله د يمن د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح له وژل کېدو وروسته نوره هم زیاته شوې ده.»

علي صالح د روان ډيسمبر مياشتې په څلورمه له حوثي ملېشو سره په وسله واله نښته کې ووژل شو.

د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې راغلي، چې د روانې مياشتې په ديارلسمه نېټه د صنعا اړوند پر یوه زندان بمبار کې لږ تر لږه ۴۵ بنديان وژل شوي او باور دا دی، چې دغه بنديان د نسکور شوي ولسمشر عبد ربه منصور هادي پلويان دي، چې له حوثيانو سره بنديان وو.

رابرټ کولیفل وايي، چې شونې ده دا بمباري په تېروتنه شوي وي، خو بيا هم ښکاري، چې دغه جنګي الوتکو ته سم معلومات نه وو ورکړل شوي او ټينګار يې کړی، چې د جګړې پر مهال پوځيان او جنګي الوتکې بايد د ولسي خلکو له مرګ ژوبلې ځانونه وساتي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې وياند وايي، چې په يوه بله پېښه کې حديديې ښار ته څېرمه د ډيسمبر په پنځلسمه هم پر يوه کور هوايي بريد کې څوارلس ماشومان او اووه نور کسان وژل شوي وو.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګه وايي، چې يوازې پلازمېنې صنعاء، په شمال صعده او شمال ختيځ مأرب ښار کې روانه مياشت ۸۷ ملکي وګړي وژل شوي دي.

رابرټ کوليفل ويلي، که د سعودي په مشرۍ ائتلافي هېوادونه د ولسي خلکو مرګ ژوبلې ته جدي پاملرنه ونه کړي، نو دا بيا ښکاره خبره ده، چې دغه هېوادونه د «جنګي جرمونو» عاملين دي.

د يادونې وړ ده، چې عربي ائتلاف له تېرو شپږو مياشتو راهيسې يمن ته د داخلېدو ټولې لارې تړلي او د ملګرو ملتونو د بيا بيا غوښتنو سربېره يې د يمن محتاجو خلکو ته د خوراکي او طبي مرستو د رسولو مخه نه ده خلاصه کړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د