افغانستان

طالبانو خپلو ملګرو او مرستندویو مؤسسو ته له سیلاب ځپلیو سره د مرستې سپارښتنه کړې

نن ټکی آسیا:طالبانو د هېواد په شمال او لویدیځ کې د وروستیو راغلیو سیلابونو له کبله د زیانمن شویو کورنیو سره خواخوږي ښودلې، د بشري مرستو پر بې پرې او خپلواکو مؤسسو یې د مرستې غږ کړی او خپله هم یې «د امکان تر بریده »  د مرستو خبر ورکړی.
د طالبانو له لورې په خپره شوې اعلامیه کې،چې یوه کاپي یې نن ټکي آسیا ویب پاڼې ته هم را رسېدلې، ویل شوي، چې :

« په خواشینۍ سره خبر شولوچي دهیوادپه شمال اوشمال لویدیځ (فاریاب ، بادغیس ، سرپل ، جوزجان ، هرات ، سمنکان ،بلخ، تخار)کي  سیلابونو زموږ هیوادوالوته دسر اومال درانه زیانونه اړولي دي ،په ځانګړې توګه دجوزجان ولایت په درزاب ،قوش تیپه اوخواجه دوکو ولسوالیوکي خلګو ته ډیر زیانونه اوښتي دي اوپه ټوله کي تر دې دمه دزیانمنو شووخلګو ارقام ښیې چي په لسګونوتنه وژل شوي اوژوبل شوي دي همدارنګه په زیاته اندازه داستوګني کورونه اود کروندې ځمکې زیانمنې شوې دي.

اسلامي امارت دټولو زیانمنوشووهیوادوالوسره په دې مصیبت کي ځان شریک ګڼي ،دطبعي پیښو سره دمبارزې ازادوبنسټونو او بشري ټولنوباندي ږغ کوي چي زیانمنوشوو کورنیو سره دخوراکي توکو،خیمواو اړینوصحي موادو عاجلې مرستې وکړي .»

طالبانو خپلو سیمه یېزو کسانو ته له سیلاب ځپلیو سره د مرستې سپارښتنه کړې.: «اسلامي امارت  خپلواتلومجاهدینوته سپارښتنه کوي چي په یادوشویو سیموکي دزیانمنو شووهیوادوالوسره هر ډول مرسته و کړي اودخپلوامکاناتومطابق هراړخیزه همکاري ورسره وکړي .»

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x