شعـــــرونه

لاس مه اچوه

عاکف مهاجر

یاره پلورلی مې ضمیر دی لاس مه اچوه
زه یم غلام غلام امیر دی لاس مه اچوه

خپل مې وژل د ستا په امر خو تا نه منله
ما تل نیولی خپل فقیر دی لاس مه اچوه

زه ستا بنده یم بندګي دې کوم سپینه
زه دې بنده یم یو حقیر یم لاس مه اچوه

ما ټول ملک له تانه زار کړلو هم کلی او کور
ما درته خپل ملت اسیر دی لاس مه اچوه

خیر دی عزت زما پیمال کړه خو لږ ځای یې ګوره
مات مې د خپلې ملا تیر دی لاس مه اچوه

عاکفه ګوره ورته څنګه په زاریو سر دی
ورته زاری کوي زهیر دی لاس مه اچوه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x