افغانستان

ننګرهار: په خوږیاڼیو کې لسګونه کلي له داعشیانو پاک شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، په خوږیاڼیو کې د داعشیانو پر ضد پیل شويو عملیاتو کې ۵۲کلي له داعشیانو پاک شوي او لسګونه وسله وال یې وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، د خوږیاڼیو ولسوالۍ د وزیرو، پیره‌خېلو، تنګي، عمر کلی، معلم خېل، سپین راغه، مشرانو غونډۍ کلي او نورې هغه سیمې چې د داعش وسله والو نیولې وې د ګډو ځواکونو له لوري بېرته نیول شوي دي.

د خوږیاڼي په خبره، په تېرو ۱۱ ورځو کې د داعش ۳۶ غړي وژل شوي، ۴۲ ټپیان شوي او لسګونه نور یې ژوندي نیول شوي دي.

دی وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې یې د دغه ډلې قاضي بصیر چې مشهور په شرافت و هم وژل شوی دی.

د ننګرهار د امنیتي چارواکو په خبره، د پیل شویو عملیاتو په لړ کې تراوسه ۵ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

له تېرو دوو میاشتو راهیسې په خوږیاڼیو کې د داعش وسله والو پر ځینو سیمو بریدونه پیل کړي، چې د جګړې له امله د سیمې پنځه زره کورنۍ بې ځایه شوي او د ننګرهار نورو سیمو ته کوچېدلي دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمد علي حضرت په بیا ـ بیا ویلي، چې افغان او بهرني عسکر د داعشیانو پر ضد عملیات نه کوي او یوازې طالبان په نښه کوي.

د ننګرهار د ولایت مقام د داعشیانو له منګولو د ۵۲ کلیو د پاکېدو خبر داسې مهال ورکوي، چې اوسمهال هم په دغه ولسوالۍ کې جګړه روانه ده او دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې خبره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

دا ټول محض د داعش د شهرت د پاره ښکرور دروغ دی ، کله چه ورسره د طالبانو جنګ وو ، او طالبانو داعشیان رااخستی وو همدغه غلامانو د داعشیانو په ملاتړ په طالبان بمباریو ته دوام ورکړو تر څو داعشیان ( اربکیان یا حزیبیان ) تنفس وکړی او ځان بیا هلته میشت کړی او اوس یی حکومت خپله باسی، دروغ نړیوال دجال او غلامانو ته هنر دی دروغ ، غلا او درغلی د نظم نوین جهانی پیس وړډ یا مهم مخفی ټکی دی چه د مظلوم بشریت د استثمارولو او غلامولو د پاره تری استفاده کوی . تبلیغات یی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x