
کندوز: اته اربکیان وژل شوي او د اردو ۵ سرتېري ټپیان شوي دي
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې اته اربکیان وژل شوي او د ملي اردو ۵ عسکر ټپیان شوي دي.
د دشت ارچي ولسوالۍ ولسوال نصرالدین سعدي وايي، تېره شپه طالبانو د دې ولسوالۍ په «دادسي» سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي وو، چې ۱۳ امنیتي عسکرو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د سعدي په خبره، په دغو بریدونو کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
ځايي خلکو ویلي، چې د شویو بریدونو له امله ۳ ملکیان هم وژل شوي دي.
طالبانو د تېرې شپې د بریدونو مسوولیت منلی دی.
طالبانو ویلي، د دشت ارچي ولسوالۍ کې یې دوه پوستې نیولي او شېراغا او حامد جنګي په نامه یې د اربکیانو دوه قومندانان هم وژلي دي او ګڼ شمېر وسلې یې له ځانونو سره وړي دي.
طالبان د ۶ عسکرو او ۱۱ اربکیانو د وژل کېدو او د پنځو تنو د ټپي کېدو ویلي دي.
طالبان خپل لوري ته د یو تن د ټپي کېدل منلي دي.
دشت ارچي د کندوز له ښاره ۴۰ کیلومتره لرې پرته ده، چې د ولسوالۍ مرکز پرته نورې سیمې د طالبانو په لاس کې دي.