افغانستان

پولنډي پوځيان له غزني څخه ووتل

نن ټکی آسیا: په غزني کې د ناټو تر چتر لاندې مېشت پولنډي عسکر نن رسماً او په بشپړه توګه له دغه ولایت ووتل او ټولې امنیتي چاري يې افغان ځواکونو ته وسپارلې.

د پولنډي عسکرو د وتلو په رسمي مراسمو کې چې د دغو عسکرو پر مشرتابه سربېره د غزني ولایتي چارواکو هم پکې ګډون کړی وو.

د غزني والي موسی خان اکبرزاده په غزني کې د پولنډي عسکرو نظامي ماموریت له لاسته راوړنو ډک وباله او ویې هڅول چې له وتلو سره جوخت خپل تجهیزات افغان لوري ته پرېږدي.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې وویل، چې طالبانو په دې ولایت کې د بهرنیو پوځيانو پر ضد زیات او خونړي بریدونه کړي، تمه ده ، چې د بهرنیو عسکرو په وتلو به هغوی هم خپله جګړه ودروي.

که څه هم د غزني چارواکي په دې ولایت کې د پولنډي پوځیانو نظامي ماموریت ستایي، خو بل پلو ته د دغه ولایت په زیاتره سېمو کې، چې عملاً د طالبانو په لاس کې دي او یا یې نېمايي برخه هغوی کنټرولوي،خلک د پولنډي عسکرو له ړندو بمباریو،بې ځایه تلاښیو او ډول – ډول نورو ځورونو او کړونو څخه شکایت کوي او په بیا بیا یې پر وړاندې مظاهرې او لاریونونه هم کړي، خو د کورنیو عسکرو د فشارونو له کبله د خپل غږ له اوچتولو په شا شوي.

د یادونې وړ ده، چې پولنډي عسکر په غزني کې د ګزمو او عملیاتو پر مهال، په تېره د کابل-کندهار پر لویه لار باندې د تېریدلو پر مهال ډېر کم د سړک غاړي ماینونو څخه روغ ستانه شوي .

د عیني شاهدانو په باور ، پولنډي عسکرو تر ټولو زیاته مرګ ژوبله پر همدې لاره او د ښخو کړیو ماینونو له کبله اوښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x