شعـــــرونه

دعا وکړه ملنګه!

اکرام الدین مفتون

پرې ننګ وکړه بې ننګه! غـورځېدلى دى پښتون
پښتونه! ســتا تر څنګه غــورځېدلى دى پښتون

اوس مه وايه بچيانو ته چې چپ شه پښتون راغى
اغـياره! له غورځنګه غـــورځېدلى دى پښتون

ارواح د غــزنوي به په ژړا شي که آګاه شـوه
چې نن صبا له جنګه غورځېدلى دى پښتون

اوس ږيره،بريت،شمله او په پښتو ژبه شــرميږي
له خــــپل غيرتي رنګه غـــــورځېدلى دى پښتون

چينچي د غلامۍ يې د نفاق کنده کې خوري
د جهـــل له ګـړنګه غــــورځېدلى دى پښتون

سينګار چې يې د تورې او ټوپک دى غورځولى
نو پښو ته دې بدرنګه غــورځېدلى دى پښتون

ممکن نه ده چې پاڅي او بيا هاغه ځاى ته لاړشي
افســوس له دومــره دنګه غـورځېدلى دى پښتون

چې پېغلو به په ساندو او سندرو کې ستايلو
له هغه شور او شرنګه غورځېدلى دى پښتون

سرتور په توره شپه “مفتونه” رب ته په ژړا
دعـا وکـړه مـلنګه! غـــورځېدلى دى پښتون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x