شعـــــرونه

نعتيه غزل

مولوي محمد جان

نن مې دلدار په سپين رخسار عجيب سنګار کړی دی

له هر بيمار څخه مې يار صبر قرار وړی دی

يوسف مثاله يې جمال دی ښايسته دی محبوب

د ټول خوبانو شاهنشاه دی سرحلقه دی محبوب

هر يو عاشق تر حسندار سر او مال ځار کړی دی

باري ورکړی و دلبر ته له ازله جمال

ثاني يې نسته په دنيا کې د زينت او کمال

صاحب د څومره اعتبار خالق غفار کړی دی

توره تياره يې سپينه ورځ کړه د سپين مخ په رڼا

مشکل کُشا د هر مشکل دی نازنين د مولا

په غلامۍ يې هر رويدار خپل ځان شمار کړی دی

حورې غلمان ورته عاجز دي په حيرت کې دي ټول

په شپه او ورځ يې د دا سپين رخسار صفت کوي ټول

د پاک ديدار يې هر مئين ډېر انتظار کړی دی

راغلی دی او غمخواري د عاشقانو کوي

د محبانو حفاظت له غمازانو کوي

ظالم رقيب يې له وصاله بر کنار کړی دی

ځراغ د حسن يې روښان دی په جهان کې هميش

د ده و در ته دي محتاج هر بادشاه او درويش

خوار محمد جان يې ځان غلام په هزار وار کړی دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x