نظــر

پاکستاني رسنې او زموږ زبون حالې

اسم – هجران

د پاکستاني رسنیو په درشل کې مې د معتبري جنګ ورځپاڼې په رواني بهیر کې د نامتو څیړوونکو او لیکوالانو محترم حامد میر او محترم سلیم صافی لیکلي آثار تر سترګو شول چې افغانستان ته د پاکستاني خبریالانو د سفر په مهال یې په کابل کې لیدلي او مشاهده کړي وو. دوي د کابل میشت جرمن(ایف ای ایس) اداري په نوښت او بلنه را غوښتل شوي وو. د دوي وینا ده چې په غونډه کې د پاکستاني او افغاني روڼ اندو ترمینځ د افکارو او خیالاتو تبادلي هم وشوي او د ایسارتیا په مهال یې له یو شمیر افغان چارواکو سره لیدنې او کتنې هم ترسره شوي، چې د هغوي د راپور متن یې هم پکې په ډاګه کړي ؤ.

څیړوونکې حامد میر د«پته نهین» ترعنوان لاندې خپلې ارزونې داسي پیل او بیا پاتې رسولي وي، چې په کابل کې افغان روڼ اندو له دوي څخه د پاکستان د راتلونکو ټاکنو، سیاسي بهیر او نورو اړوندو مسالو په هکله پوښتنې وکړي، خو د دوې له لوري ځواب یوازي داخبره وه چې«پته نهین». همداراز کله چې د پاکستاني خبریالانو له لوري له افغاني کدرونو څخه د افغانستان د راتلونکو ټاکنو، سیاسي بهیر او نورو اړوند مسالو په هکله پوښتنې وشوي، نو د هغوي د عاجزي ځوابونه هم یوازي همدا ټکې وو، چې «پته نهین». ده خپلې ټولي خبري او اندونه هم پدې سره ختمې کړي وي چې «پته نهین»؟!

سلیم صافي بیا د مشاهداتو او تاثیراتو تر عنوان لاندې په کابل کې خپل د سترګو لیدلی حال او غوړ چاند پدې خبرو سره پاتې ته روسولی و، چې د تیرو ۱۵ کلونو په پرتله چې ده افغانستان ته کوم سفرونه کړيدي، دا وروستې سفر یې ډیر له ناهیلیو ډګ و. دده په وینا لاملونه یې د افغان حکومت په دننه کې د اجراتو پر ځای پر اختلافانو تکیا، او عام ولس د داعش ډلې د پیاوړتیا له ویري له یو ډول روانې کړکیچن حالت سره مخامخ دی، چې دا ناخوالي به د سیمې په تیره د افغانستان وضعیت بيا پخوانې حالاتو ته ورته کړي، او یا کیدايي شي تر هغو هم ابتر شي؟!

ده د ستونزو د هواري په هکله یولړ تجویزونه وړاندي کړي، چې په اند یې دا به غوره حل لاري وي. دې وايې چې افغان مشران دي پخپلو کې سره کینې، پرداسي یوه ټولنیزه کړنلاره د هوکړه سره وکړي چې پردیو ته نور د لمسون موقعه په لاس ور نه شي. افغان حکومت او طالبان د هم پخپلو کې سره کینې، د هوکړې په صورت کې به د بهرنیو ځواکونو د ایسارتیا جواز هم پاتې نشي، او لانجې به ټولي ختمې شي. دده په اند که دا چاره بیا ممکنه نه وي، نو د افغانستان، پاکستان، ایران، روس او چین هیوادونو تر مینځ دي په داسي یوه ګډه حل لاره غور وشي چې هم په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستو سبب شي، او هم د امریکا او نورو لودیځوالو ګټې او یا هم اندیښې پکې په پام کې ونیول شي.

د کابل – جرمن میشت (ایف ای ایس) غونډه کې به د افغان روڼ اندو په نامه هرومرو یو شمیر کسانو هم ګډون کړي وو، د ورکړې میلمستیا او میز د سر د خوړو په هکله به یې په کور او کاري محل کې ډيري ستاینې په تفصیل سره بیان کړي وي، خو که د غونډې د اجندا، محتویاتو او پریکړو په هکله بیا وپوښتل شي، نو ځواب یې هغه د حامد میر په خبره د عاجزي دا ټکې وي چې«پته نهین»، کنه! د خپلو رسنیو له لاري به موهم یوه څه معلومات ترلاسه کړي وو، او بیا که دا ښاغلي اړ کړي شي یو څه باید ووايي، نو بیا به هم خبره هغه وي، چې (ما چه میگویم – دمبری ما چه میگوید). نو ځکه مدعي یو چې د پاکستاني رسنیو په پرتله زموږ کورنې نښې نیمګړي او زبون حالې دي.

په هر صورت اوس به ددي پوهانو د خبرو پایلو ته راشو چې وړاندوینې او اټکلونه یې کړيدي. په افغانستان او پاکستان کې چې څه تیریږي، په رښتیا هم هغه د سیمې د خلکو له تصور څخه په لوړه کچه خبري دي، ځکه بهرنې لمسونې چې د تیرو څو لسیزو په دوران کې دلته ترسره شوي، که هغه نظریاتي خوځښتونه وو، او یا هم بربنډه نظامي یرغلونه وو، ډیري خونړې غمیزي او پایلې یې له ځانه سره لرلي دي. خو بیا یې هم په ولس کې جړي ونه موندلي، ځکه دا هرڅه د خلکو د ارادو برعکس وو، خوځښتونه مات او بلاخره حامیان یې شرمنده او رسوا شول. اوس که بیا د داعش یا فاحش په نامه ورته لوبې ترسره کوي، ان شاالله پایلي به یې د هغو پخوانیو خیالي تصوراتو په شان وي. دا خبره هم په زغرده ورته کوو، چې په داسي ناوړو کړنو سره مه دا بیځایه حساسیتونه را پاره وي، او مه دا ولسې پرګنې وغچ اخستنې ته چمتو کوي. پایلې به یې ناکامي او ستاسو د زور زیاتې د راپرځیدو لامل هم شي. د ثبوت لپاره یې د پخوانی شوروي اتحاد امپراطوری دړی وړي کیدل یوه روښانه او تاریخې بیلګه ده.

دوهمه خبره چې سلیم صافی د افغان مشرانو د ملي اجماع له لاري د یوې واحدي تګ لاري تجویز په ګوته کړي، دا مناسبه او په ځای خبره ده. افغانانو تل خپلي ستونزي د ملي ډایالاک او بین الافغانی تفاهم له لاري حل کړي دي چې بیلګې یې په اوسنې(معاصر) تاریخ او پخوانیو وختونو کې ډیري شتون لري. ولسمشرغني هم تل د ستونزو د حل لپاره ملي اجماع غوره چارو بللي ده. خو د سیمې او ګاونډیو هیوادونو د اجماع او هوکړې خبره نه ورسره منو، او نه مو د خدای ورته اړباسي. ځکه دا چاره به د خیر په ځای نوري ناخوالې مینځ ته راوړي. په ګران هیواد افغانستان کې چې له څو لسیزو راپدیخوا د اور لمبې بلي دي، اصلي مرتکبین او عاملین یې هم دا ګاونډیان دي. د دوي د خود غرضي او غمازي په سبب افغانستان وړان ویجاړ شو او سیمه له ویرجن حالت سره مخ شوه. د پیل مرحله یې داوه کله چې روسانو د(شوروي امپراطوري) په مهال په افغانستان د نظامي یرغل تړون له افغانې لوري سره په مسکو کې لاسلیک کړ، نو هغه مسوده یې د سیمې د ۲۵ ملکونو و سفیرانو ته وښوده او د دوې د رایو غوښتونکې شول، هیچا هم خپل غبرګون ونه ښود. حال داچې هر څه دوي له وړاندې آټکل کړي وو.

د پاکستان نظامي دیکتاتور مارشال ایوب په شپیتمه لسیزه کې پتیلي وه چې ډیر ژره ده چې روسان د دوې ګاونډیان شي. خو د مسکو د غونډي پدې موقعه یې استازی چپه خوله پاتې شو، او بیا کله چې ناعقبته اندښه بالشویکې واکدارانو نظامي یرغل په افغانستان ترسره کړ، نو همدا ګاونډیان په ځانګړي توګه ایران او پاکستان د خپلو عربي او غربي بادارانو په همکاري د افغان باتور ولس په لمسون شول، او دوي یې باټولو چې تاسو خو ننګیالي، جنګیالي، او بریالي یاست او دا جریت یې ورکاوه چې له روسانو سره وجنګیږي. پدې سره یې د جګړې ډګر تود کړ، خو د افغانانو په نامه راغلي بسپنې او مادي امکانات یې ځانونو ته کړل. د ویرجنو خونړیو څپو قربانیان مظلوم افغان ولس و، خو دوي یې یوازي نندارچیان وو. خو کله چې افغان میړنې ولس دښمن ته پخپل همت سره د ماتي ورکړه او له طلسمه جوړه امپراطوري یې ور ړنګه کړه، نو بیا هم دي منافقانو د افغان ولس د شهامت دا ویاړ نشو زغملي، په مختلفو بهانو او چلونو سره یې دا ځواک بدنام کړ، او د ستونزو انبارونه یې ورته را برسیره کړل. دوې بیا هم پخپلو کې سره پخلا او نورماله ديپلوماسي درلوده، خو افغان ولس یې و څنګ ته او د ویر په ټغر یې کیناوو.

ښه مې یادیږي، چې یو ځل د پاکستان د جمعیت اسلامي مشر، مرحوم قاضی حسین احمد په اسلام آباد کې له روسیې دیپلومات سره لیدلي و، په یو فورم کې چې له نوموړي پدې هکله پوښتنه وشوه، نو ده په ځواب کې وویل چې روسیې دیپلومات ته یې وویل چې «موږ تاسو خو دسیمې خلک یو، خپلې مسلې باید پخپله سره حل کړ، زرګونو کیلومترو لري ځواک ته ولې دا چانس په لاس ور کړو، چې راشي زموږ، تاسو په مینځ کې کینې.»

اوس پوښتنه داده چې بیا ولې داسي وشول او حالات بیا نور هم ترنګلې شول؟!

د تیرو څو لسیزو په دوران کې چې ددې ګاونډیانو له لوري په افغانستان د لمسون کوم بهیر روان دي هغه هم ددي لپاره ده چې یو خو دا نړیوال خوځښتونه په افغانستان کې ایسار وساتي او دوې ورڅخه په امن کې او ګوښه وي. بله دا چې که د غنا په موخه کومې هیلې شتون ولري، نو د هغو د ترلاسه کولو توان به هم له دوي سره وي. لنډه دا چې که د لودیځ – ختیځ بیا قطب او سهیل ګاونډیان په خپلو کې سره همغږي او یا مخالفت وي، خو د افغانانو په هکله یې نیتونه کرکجن دي، او د ټولو مصنوعي ستونزو د پیدا کیدو اصلي عاملین هم همدوي دي او هغه د چا خبره چې وايي:

(د سپو کور په کور بدې ده، خو فقیر ته یې لاره یوه ده)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x