نړۍ

په دارالعلوم نعمانيه کې د د ستاربندۍ مراسم تر سره شول

نن يکشنبه 27/04/2014 دپېښور په چارسده سېمه کې د اسلامي علومو په ستر مرکز دارالعلوم نعمانيه کې د بخاري شريف دختم او سلګونو فاضلانو ته د فضيلت دستار ورپه سر کړل شو.
دبخاري شريف ختم شيخ الحديث مولانا محمد ادريس صاحب وکړ او له دې سره سره يې د امام بخاري(رح) په ژوند او شخصيت رڼا واچوله، همدغه راز يې مسلمانان عالمانو او طالبانو سره د محبت او مرستې کولو ته راوبلل.

وروسته شيخ الحديث مولانا مفتي محمد نديم صاحب هم د علماء کرامو په تاريخي کارنامو رڼا واچوله همدغه راز شيخ الحديث فقير محمد صاحب هم ويناوکړه .
ديادونې وړ ده چې په دې غونډه کې ګن شمېر فاضلانو ته په امتحان کې د ښو نومرو او په درسي کال کې دښې حاضرۍ له امله انعامونه ورکړل شول.

په ياده غونډه کې له څلور سوه څخه زياتو عالمانو،مفتيانو او حافظانوته پګړۍ وتړل شوې .

دغه غونډه چې دسهار له ۷ بجو څخه پيل شوې وه دغرمې يوه بجه دشيخ الحديث محمد ادريس صاحب په دعا سره پای ته ورسېده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x