دیني، سیرت او تاریخ

په اخستلو خرڅولو کې نرمي کول

دکتور کفایت الله وردګ

کله چې مونږ کوم شی اخلو او خرڅوو نو ډېر کوښښ کوو چې ډېره فایده وکوو خرڅوونکي کوښښ کوي چې قیمته یې خرڅ کړي او اخیستونکی کوښښ کوي چې ارزانه یې واخلي او کله کله دواړه سخت وي پدې ځای کې سختي پرېښودل او نرمي کول هم سنت دي رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه کس ته دعاء کړېده چې په اخیستلو او خرڅولو کې نرمي کوي د حضرت جابر بن عبد ا لله رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل : رَحِمَ اللَّهُ رَجُلاً سَمْحًا إِذَا بَاعَ، وَإِذَا اشْتَرَى، وَإِذَا اقْتَضَى . صحیح البخاری
ترجمه : الله جل جلاله د رحم وکوي په داسې سړي باندې چې نرمي کوي کله چې کوم شی خرڅوي او یا یې اخلي او یا خپل حق غواړي .

هغه كس ته رسول الله صلي الله عليه وسلم دعاء کړې ده چې هغه په خرڅولو ، اخیستلو او خپل حق غوښتلو کې نرم وي ، ځوانمرده وي او له ډېرې سختي څخه کار نه اخلي ، دا دعاء د هغه کسانو لپاره نه ده چې یو شی خرڅوي او ښه ورته معلومه وي چې په کومه بیعه یې اخیستونکی غواړي په هغه کې هم زما ګټه شته خو بیا هم ددې لپاره چې زیاتې وګټي په خپله خبره کلک وي همدارنګه یو کس وي هغه پدې پوهیږي چې خرڅوونکی په کومه بیعه ماته دا شی بیع کړي دي همدا یې اصلی او مناسب قیمت دی خو بیا هم ددې لپاره چې هغه را کم کړي ورته کلک وي .

یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x