ګرانو زندانيانو!

الياس فاتح

هغوی ته ! چې دامت دازادۍ په خاطر  دخپل خواږه ژوند ترخې شېبې دبدرنګو زندانونو په غېږ کې تېروي.

دخزان غېږ کې ګلانو هېر مو نه يئ

ای اسيرو طالبانو هېر مو نه يئ

دصليب د وحشتونو په پنجرو کې

د اسلام د بڼ طوطيانو هېرمو نه يئ

د مرګي په خوله کې هم غلامان نشوئ

په حريت مين ځوانانو هېر مو نه يئ

ستاسو خوږ ژوند د دردونو یو کتاب دی

ای خواږو خواږو دوستانو هېر مو نه يئ

اسلامي امت راويښ ستاسو فرياد کړ

په کفري جېل کې بنديانو هېر مو نه يئ

دزنځير له شرنګ مو زړه دغربي چوي

دافغان مستو زمريانو هېر مو نه يئ

زولنې مو دازاد ژوندون ثبوت دی

ای خپلواکو شازلميانو هېر مو نه يئ

هر زحمت مو دمظلوم ملت راحت شو

درديدليو او پریشانو هېر مو نه يئ

ستاسې اوښکې به دوخت فرعونيان غرق کړي

دموسی پر لار روانو هېر مو نه يئ

دجالي منتر اثر درباندې نکړي

پاکو کلکو مومنانو هېر مو نه يئ

لپې لپې دعا کړي دوطن ميندې

درپسې اصلي بچيانو هېر مو نه يئ

په فريب اوپه ډالرو باندې خرڅ شوئ

مسافرو عربانو هېر مو نه يئ

د جواد ملافضل دجېل ملګرو

زمونږ کشرانو او مشرانو هېر مو نه يئ

ستاسې لاسه مو بارود له ځانه تاو کړل

دعافيې خويندو ورورانو هېر مو نه يئ

لوراند خدای به مو دهيلو باغ سمسور کړي

په هرځای کې اسيرانو هېر مو نه يئ

درپسې مو نوره مينې ليونۍشوې

زمونږ ګرانو زندانيانو هېر مو نه يئ

هر زندان به دوحشت درپسې مات کړو

دفاتح طالب يارانو هېر مونه يئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د