شعـــــرونه

د سکون ساه

سید الهام

ته مې په روح،ژبه او زړه ته مې په کور کې هم

هله به ویاړمه که وې را سره ګور کې هم

پړ یم، نیمګړی یمه، بیا هم بې تا نه یم پوره

څه دی که یمه تر هر چاو زه په زور کې هم

که څه هم وژني مې غلیم د پاکې میني په تور

قسم دی اخلم د سکون ساه پدې تور کې هم

نه تنها وروڼه مې ښاغلي په تا سر ور کوي
د غیرت نښې مې لیدلي دي په خور کې هم

که خدای کول نه به یې زور، زر او زارۍ ماتوي

د الهام سپینه عقیده ده په سره اور کې هم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x