شعـــــرونه

ملنګه / اکرام الدین مفتون

قـــربـان دې شـم طالـبـه لـه قلـنګه ملـنګه
دنـيا دې په ســـرزورو کړلـه تنـګه ملـنـګه

مرمۍ دجنګ ډګر کې د سينې کچکول کې غواړې
عجيب توپير لرې له هـــــر ملنګه ملـنګه

زه غواړم چې د سترګو په لېمو کې دې ويده کړم
چې ستړی او خمار راشې له جنګه ملـنـګه

د مستو حورو عشق کې په طلب د شهادت
خـوند اخلې د کږو تورو له شرنګه ملـنـګه

ولس په تا ډاډه دی رب دې مه اخله زمريه
د ګران هـېواد له دشت او له ګړنګه ملـنګه

ته دومره هيبتي يې ای د وخت عمري ځوانه
چې هر مغرور دې غورځي له غورځنګه ملـنګه

آخ څومره د جهاد او شهادت سره جوړيږي
ځــــوانـي دې نازولـې ړنـګه بنـګه ملـنـګه

ښکلا په تا مئينه ده او ښکلي درته مات دي
د ګل په شان په په خپلو وينو رنګه مـلـنګه

مفتونه طالب جانه ګوره زه د ستا ښکلا يم
ما مـــه جـــدا کوه له خپله څنګه مـلـنـګه

اکرام الدين مفتون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

شکلی شعرونه لری مګر همدا چه د اسلام او جعاد ، تقوی او ایمان په اړه یی وایی دا درته ثواب او مونږ ته ګټه رسوی ، پشتو هغسی او پشتو داسی هیڅ ګټه نه لری ژبه ، قوم سمت ، رنګ او داسی نور د پیژندلو او د اهلیت د پاره تقوی او ایمان دی او ژبی او قوم په دیرو یادونو مخی ته نه ځی مونږ یو انګریز نه دی لیدلی مونږ یو فارسی زبان مونږ یو عربی مونږ یو روسی او داسی نورو ژبو خاوندان نه دی لیدلی چه د خبلی ژبی یادونی او ستاینی یی کړی… نور لوستل »

حبیبی

الحاج استاذ بیانزی صیب !
له پاکو احساساتو مو یوه جهان مننه ، واقعی تبصره مو وکړه ، ځه خپله په دی اشعارو ‌ډیر خفه شوم ، ځکه دا د پشتو ، دری او د کوم بلی ژبی د سیالی وخت نه ده او نه هم دا کوم شرعی مشروعیت لری ، مفتون صیب ښه حماسی او انقلابی شاعر ده او پکار هم داده چه باید د اسلام په اصولو او مقرراتو برابر وی ، د پشتو پشتو شعار دی افغان ملتیانو ته او فارسی فارسی دی ستمیانو ته مبارک وی ، بیا هم مننه

الجاج استاذ بیانزی

حببی صاحب ډیره مننه ! دا هم یو ډول اصلاحی اړخ لری د مجاهدینو په لباس او نمایش کی د جهاد او اسلام ضد شعرونه یا نثرونه د هماغه دجال په ګټه دی چه اسلامی نړی او مظلوم بشریت استثماروی او غلاموی ، دا چه د هغوی الوتکی د هغوی ټانکونه مونهږ دومره نه وژنی لکه د هغوی فکری جنګ ، لکه دهغوی ایزمونه چه مونږ وژنی ، لکه دهغوی نشه توکی چه مونږ وژنی ، لکه د هغوی رسنی او تلویزونه او بداخلاقی چه مونږ وژنی لکه د هغوی مادی رقابت ، فساد او ګډوډی چه مونږ وژنی .… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x