fbpx
refugee.living.pakistan

باړه کې د مېشتو افغان کډوالو یوې ځانګړې قبیلې ته د وتلو ګواښ شوی

نن ټکی آسیا: د پښتونخوا له قبایلې سېمي خیبر ایجنسۍ څخه ترلاسه شوي خبرونه وایي، چې د خیبر ایجنسۍ اړوند باړه ښارګوټي کې د مېشتو افغان کډوالو یوې ځانګړې قبیلې ته د لښکر اسلام وسلوالې ډلې له لورې، د وتلو له ګواښ سمدستې وروسته ځينې افغانان د سېمي پرېښودلو ته اړ شوي.

د ځایي اوسېدونکو په وینا، لښکر اسلام وسلوالې ډلې د باړې په سپاه نومي سېمه کې د نازیانو قبیلې ته ،چې د ننګرهار ولایت اصلي اوسېدونکي بلل کېږي، د کورونو د ژر تر ژره پرېښودلو ګواښ کړی.

سرچینې وايي، چې له ګواښ سمدستې وروسته د یادې قبیلې ځينې کورنۍ له سېمي څخه د کډو په بارولو بوختې دي.
ویل کېږي، چې لښکر اسلام وسلواله ډله د افغانانو دې قبیلې ته په دې غوسه ده، چې ګواکې په سېمه کې د دوی په ضد فعالیتونو کې لاس لري.

که څه هم په دې باب رسماً د ګواښ کوونکې ډلې دريځ رسنیو نه دی را اخیستی، خو خلک اندېښنه لري، چې که ګواښ ته توجه ونشي، نو له سختو او ناوړو پایلو سره به لاس و ګریوان شي.

په خیبرایجنسۍ کې له څو کلونو راهیسې حالات ترینګلي دي. وخت نا وخت پکې د پاکستاني طالبانو او حکومتي ځواکونو سربېره ، یو شمېر مذهبي ډلې – ټپلې هم په خپل منځ کې په نښتو کښېوځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د