له ښوونځي تر پوهنتونه!

ليکوال: حافظ احمد نصرت

په افغانستان کي څو کلونو ناخوالو د نورو بنيادونو ترڅنګ ښوونيز بنسټونه هم سخت زيان من کړل چي ددې بنسټونو په ورانيدو سره ددې پرځاي چي امن او ثبات راسئ ورځ تر بلي مو هيواد کي ناخوالي زياتيدي او ان تر دې چي ټول هيواد کي مو چاه د زده کړو او پوهني په تړاو څه ويلای هم نه سوه .

دا يو څرګند حقيقت دی چيري چي د پوهي ډېوي بلې او روښانه وي هلته به د ورورلي، امن او ثبات فضا وي ځکه چي پوهه تر ټولو لويه شتمني ده، پوهنه رڼا ده، پوهنه بريا او هدف ته د رسیدو يواځني لار ده.

په هره ټولنه کې چي ليک لوست ته د خلکو پاملرنه وي ترهرڅه وړاندې لومړيتوب ورکول کيږي او له ميندو او پلرونو نيولي بيا ترښوونکو او د ټولني تر هر وګړي پوري دې برخې ته بايد تر وسه وسه پاملرنه وسي داسې ټولنه به تل د بري، سوکالۍ او پرمختګ په لور ځي ځکه دهوساينې لپاره لومړی شرط علم اوپوهه ده له دې لاري وګړي له اقتصادي، ټولنيزاوان کلتوري پلوه پرمختګ او وده کوي.

خو افغانان د تاريخ په اوږدو کي له دې ستر نعمت څخه په یوه نه بل نامه لېري پاته سوي او نه دې پريښودل سوې چي دعلم او پوهي په ګاڼه سمبال سي.

خو کله چي په افغانستان کي د نړيوالي ټولني په ملاتړ د نوی حکومت د بنسټ ډبره کيښودل سول د نورو بنسټونو ترڅنک په ښوونيز بهير کي هم پراخ بدلونونه راغلل له ښوونځي تر پوهنتونه افغانانو د زده کړو لپاره ليوالتیا څرګنده کړل او په ميلونونه نارينه او ښځينه زده کوونکي د ښوونځي پر لور روان سول او زرګونو زده کړيالانو بيا د پوهنتون پر لور ودانګل تر څو خپلي زده کړي بشپړي کړي .

نړيوالي ټولني او له افغانستان سره مرسته کوونکو هيوادونو او موسساتو هم له افغان حکومت او په ځانګړي دول له ښوونيز بنسټونو سره پراخې مرستي وکړي تر څو په افغانستان کي د ناپوهي او جهالت کمبله ټوله او افغانان په علمي پانګه سمبال سي.

په تیرو زيات او کم ۱۵ کلونو کي د افغانستان د ښوونيز بنسټ لپاره کار سوي، خو څومره چي اړتیا وه په هغه کچه نه دی سوي یوازي د کميت لپاره کار سوي او کيفیت بيخي له پامه لويدلي دی دا سمه خبره ده چي افغانستان کي ګڼ شمير ښوونځي او پوهنتونونه د زده کوونکو او زده کړيالانو پر مخ پرانيستي دي ولي کله چي د معيار او اصولو خبري کوو نو له ګڼو پوښتنو سره به مخ سوو دبيلګي په توګه زه دهلمند د ښوونيزو بنسټونو يادونه کوم.

دهلمند پوهنتون چي تر اوسه معياري وداني نه لري اداری او تدريسي شعبات یې یو او بل ځاي کي دي د منظمو ټولګيو نه شتون، نامناسب چاپیریال، دټکنالوژیکي امکاناتو ته نه لاس رسي، په یوه ټولګي تر سلو زياتو زده کړيالانو موجوديت، په مرکزي کچه دهلمند د لوړو زده کړو موسسي ته نه پاملرنه او دې ته ورته ګڼي نوري ستونزي چي د ټول يادول ګرانه خبره ده.

همدا شان د هلمند معارف په برخه کي هم زياتي ستونزي او ننګونې سته چي ددې ولايت زده کوونکي تري سر ټکوي.

د بيلګي په توګه هلمند د افغانستان دهغو ولایتونو له ډلي دی چي په دې پنځلس کلونو ورته بشپړ کتابونه نه دي رسيدلي او زده کوونکي یې اکثره وخت نیم تدریسي کال بي کتابونو تیروي .

د کتابونو تر څنګ د ښوونکو کمبود، دمسلکي ښوونکو نه شتون، د زده کړي لپاره نامناسب چاپیريال، په ښوونځيو کي د الکترونيکي او ټکنالوژي امکاناتو کموالي، ښوونکو ته کم معاش ورکول او داسي نور..

اوس خبره داده چي دافغانستان د ښوونيزو بنسټونو د سمښت لپاره باید هڅي او هلي ځلې ګړندي سي که څه هم ولسمشر غني د خپل ټاکنيز کمپاين پرمهال ژمنه کړې وه چي زه یو ښوونکي یم او دې برخي ته به ډیره پاملرنه کوم خو اوس هغه سي نه بريښي.

زه په اقتصادي برخه د ولسمشر وروستي هڅي ستايم او د قدر وړ یې بولم مګر ښوونيزو بنسټونو کي د اصلاحاتو راوستل او د یوه معیاري او په نړیوالو اصولو برابر ښوونيز نظام رامينځته کولو کي یې پاتي بولم .

زه د یوه افغان په توګه له ولسمشر څخه هيله کوم چي دې برخي ته پوره پام وکړي ښوونځي او پوهنتونونه زموږ د زده کړو او پوهي ځايونه دي او د افغانستان راتلونکي سرمايه همدلته تولید او فلټر کيږي که دې برخه کي شته فساد، تعصب، بي پروايې، غفلت وظيفوي اونامسلکي توب له مينځه ولاړ نه سي د یوه روښانه او په ځان بسيا افغانستان خوب ليدل به یو خيال وي.

په افغانستان کي په نړيوالو معيار او اصولو برابر ښوونيز بنسټ په هيله

په درنښت

حافظ احمد نصرت

لښکرګاه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د