چاه انجیر ته ولي چاه انجیر وایې؟

له ښاغلي سید امام شاه سره د شبیراحمد (نصرت) مرکه.

د يو داسي چا سره د هغه پر ‌ژوند ږغیږو چي د يوي تاريخي اوله ښکلا څخه ډکي سيمي نوم ايښودنه يې کړي ده دا سيمه په هلمند ولايت کي د ناداعلی ولسوالۍ اړوند د چاه انجير سيمه ده چي د طبعی ښکلا،نوم ايښودني او تاريخي قدامت په اړه به يې نور په مرکه کي د همدې سیمي په اړه له سيد امام شاه څخه واورو چي چاه انچیر ته ولي چاه انجير وايې؟

خو له ټولو نه وړاندي د ښاغلي سید امام شاه له ژوند نه ځان خبروو.

لومړی پوښتنه: که په لومړيو کي ځان راوپيژنئ، نوم موڅه دی، د کوم ځاي اوسيدونکي ياست او زوکړه مو چيري سوي ده؟

ځواب: نوم مي سيد امام شاه د سید غريب شاه زوی د کندهار ولایت اوسیدونکی او په همدي ولایت کي په کال ۱۳۱۲ هـ ش کي زيږيدلي يم.

دوهمه پوښتنه: أیا له کندهار پرته مو بل ځاي ژوند کړی، اوهم راته ووایاست چي کومي دندي مو ترسره کړیدي؟

ځواب: لکه څنګه چي زه په کندهار ولايت کي زيږيدلي يم،په همدي ولايت کي مي ترڅلور کلني پوري د ماشومتوب خوږي او رنګيني شيبي د کورنی په څنګ کي تیري کړی او په کال ۱۳۱۶ هـ ش کي د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ ته د کورنی د غړو سره راکډوال سو او په همدي والسوالۍ کي مي د خپل پلار سره د دوکاندارۍ چاري پر مخ بیولي.

په کال ۱۳۲۷ هـ ش کي د امریکایانو سره د ګرشګ ولسوالۍ په سربند کي مي د مخابراتو په برخه کي کار پیل کړ،په دي وخت کي امریکایانو د کجکي د اوبو بند جوړ کړي و او ګرشک  ته د سربند د جوړیدو لپاره راغلي وه، نو ما هم د دوي سره د مخابراتو په برخه کي کار پيل کړ او تر یو زیات شمیر ستونزو وروسته په دي وتوانیدم چي د مخابراتو په برخه کي د ښو کارونو د ترسره کولو په اساس د امریکایانو څخه ستاینلیکونه واخلم نو په همدي سره ماته د غوره کارکوونکي لقب هم راکړل سو او وروسته د چاه انجیر په ساختماني دستګا کي د څه مودې لپاره د مخابراتو د مسؤول په توګه وټاکل سوم.

دريمه پوښتنه: د چاه انجير نوم ايښودنه مو څه وخت او څنګه کړي ده؟

ځواب: کله چي مي د امریکایانو سره په سر بند کي کار کاوه هغه وخت پنځلس کلن وم دوي د سربند څخه د بغرا د جوړیدو کار پیل کړ د بغرا جوړیدو چاري تقریباَ د چاه انجيرسيمي ته رارسيدلي وي د امریکایانو د بیارغوني د چارو مئسول ټيواجنسینګ نوميده يوه ورځ هغه غوښتنه راڅخه وکړه او ویل يې راځه چي تفريح وکړو ما يې هم غوښتنه ومنل او په موټر کي د تفريح لپاره د چاه انجير سيمي ته راغلو دا سیمه ټوله دښته وه ټيوا وویل د ګرشک د سربند کمپني به دلته راوړو خو ددې ځاي نوم به څه شي کيږدو،تر زيات مزل وروسته په دي دښته کي د يوي څاه تر څنګ ودريدو د څاه سرته يوه د انځرو ونه هم ولاړه وه نو ما ټيواجنسينګ ته وویل چي دي ځاي ته په دری ژبه کي چاه او دي وني ته درخته انجير وايې نو د چاه انجير نوم څنګه دی؟ ټيوا ډیر خوشحاله سو او وي ویل بس زما هم دا نوم خوښ سو دا مهال به شاوخوا ۱۳۲۸ هـ ش کال و چي دي سیمي ته مو د چاه انجیر نوم ورکړ، ده وویل د ګريشک د سربند کمپنی به دلته راوړو او دلته به د کمپنی ځينو کارکوونکو ته د اوسیدو کورونه هم جوړکړو چي بیا ورورسته په دي سیمه کي د اوسیدو کورونه په پاخه او اساسي ډول جوړ کړل سول او هم ورسره د یوي لويي ساختماني دستګاه د جوړولو چاري، په ۱۳۲۸ هـ ش کال کي پیل سوې له هغي ورځي وروسته د چاه انجیر د ابادیدو خښته کیښودل سوه چي اوس يي د ښایست ساری نسته.

لکه څنګه چي مو په مرکه کي د سید امام شاه څخه د چاه انجیر د نوم ایښودونې په اړه واوریدل رښتیا هم لکه څنګه چي يې د نامه څخه معلومیږي دا د زړونو د سکون او د روح د ارامښت نه ډکه سیمه چي په زړه پوري هوا، بي ساري د تفریح او لوبو ځایونه، خوندوري اوبه او د طبیعت د رنګینو نه برخمنه ده د پسرلي د موسم په څير تل د ښکلا نه ډکه وي.

چاه انجير د طبعي ښکلا ترڅنګ په علمي ګاڼه هم سمبال دی چاه انجير په خپله علمي غيږ کي داسي کدرونه لري چي د سيمي او هيواد په کچه يې ساري نه ليدل کيږي.

اوس پکي ښوونځي ،روغتيايې مرکز او دځوانانو او ماشومانو لپاره د لوبو ميدانونه او د تفريح کولو پراخه سيمه شتون لري خو يوڅه چي دهيواد او نړۍ په کچه تري تمه کيده هغه څه وران او له مينځه تللي دي دچاه انجير ساختماني دستګاه يادومه که چيري ياده دستګاه تر اوسه پوري فعاليت درلودای او په کورنيو جګړو کي ورانه سوي نه وای اوس به د چاپان هيواد دټيوټا کمپني سره د نړۍ په کچه سيالۍ کي واي.

خو له بده مرغه چي وروستيو کورنيو جګړو دا هرڅه زیان من کړل او د چاه انجير سيمي طبعي ښکلا چي د هيواد په کچه نوم لري بدرنګه او غمجنه کړل.

په درنښت

شبيراحمد نصرت

لښکرګاه

تبصرې (1)

  • باور وکی ما اول داسی وفهمول چه ګواکی تاسی داسی لیکلی دی چه:
    ( انجنیر چا اول چاه ته ور شَوه کړ؟).