fbpx

لوی دروغژن

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: تر ټولو خلکو لوی دروغژن هغه دی چې په یوه سړي پسي بد وایې نو ټول قوم یې بد یاد کړي. او هغه سړی چې د خپل پلار له پلارتوب نه انکار وکړي او خپله مور زناکاره وبولي.

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا قَالَتْ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: “إِنَّ أَعْظَمَ النَّاسِ فِرْيَةً لَرَجُلٌ هَاجَى رَجُلًا فَهَجَا الْقَبِيلَةَ بِأَسْرِهَا وَرَجُلٌ انْتَفَى مِنْ أَبِيهِ وَزَنَّى أُمَّهُ”. أخرجه البخاري فى الأدب المفرد (1/302 ، رقم 874) ،و ابن ماجه ( 2 / 411 ) و البيهقي ( 10 / 241 ).

په دې مبارک حدیث کې دوه کسان لوی دروغژن یاد شوي دي، یو هغه کس لوی دروغژن دی چې کله د یو چا بدي بیانوي نو ټول قوم ته یې ور وړاندي شي او هغه ټول بد یاد کړي. دا کار شرعاً او عقلاً دواړه ناسم او غلط کار ده ځکه په هر قوم کې که بد خلک وي نو خامخا ښه خلک هم لري نو څنګه یوڅوک په پوره قوم د بدوالي حکم کوي. دا کار له بده مرغه په موږ کې خورا زیات ده هرځای چې د یوه بد اخلاق کس یادونه وشي خلک یې د قوم او قبيلې پوښتنه وکړي چې قوم یې معلوم شي له هغه وروسته د ټول قوم او قبیلې غیبت پیل شي.

بناءً د یوه فرد په سر ټول قوم یاټوله پښه بده یادول لوی دروغ دي او دا کار کوونکی لوی دروغژن دی، دا دنبوي اخلاقو خلاف، ټیټ او لویدلی عمل ده، کله کله دا عمل د لویو ستونزو او بد مرغیو لامل هم ګرځي باید مومن له دې لویو دروغو لاس واخلي.

په حدیث کې دویم لوی دروغژن هغه کس دی چې د خپل پلار له پلاروالي انکاري شي په حدیث کې دلته د (وَزَنَّى أُمَّهُ) جمله راغلي ده د دې مطلب داده چې څوک له خپل پلار نه انکار وکړي نو دې کس خپله مور زنانه منسوب کړه او زناکاره یې وګرځوله. ځیني داسي ټیټ او سپک خلک هم شته چې له خپله پلاره انکار وکړي، له خپله پلاره انکار او له خپل قوم نه انکار کول شرعاً لوی جرم او ګناه ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د