fbpx

د امریکا سفيرې د بیت المقدس په اړه نړيوالې ټولنې ته ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): امریکا ټولې نړيوالې ټولنې ته ګواښ کړی، چې په ملګرو ملتونو کې يې د اسرائيلي یرغلګرو له لوري د نيول شوي بیت المقدس په اړه د فلسطين په ملاتړ رايه ونه کاروي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دايمي استازې نيکي هيلي د ګڼو هېوادونو استازو ته د ليکونو له لارې ګواښ کړی، چې د ملګرو ملتونو په سبانۍ غونډې کې دې د بیت المقدس په اړه د اسرائيلو پر ضد رايه ونه کاروي او زياته کړې يې ده، چې د هرې رايې په اړه به ولسمشر ټرمپ ته خبر ورکوي او هغه به يې بيا حساب کتاب کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دايمي استازې نيکي هيلي په خپل ټويټر کې ويلي، چې «موږ د امریکايي ولس له غوښتنو سره سم بیت المقدس د اسرائيلو پلازمېنه پېژندلې او هلته مو د امریکا د سفارت د لېږدولو پرېکړه کړې ده، له کومو هېوادونو سره، چې موږ مرستې کوو، هغوی به د امریکا د ګټو پر ضد رايه ونه کاروي.»

وړمه ورځ د ملګرو امنيت شورا کې د څلورو دايمي غړو په ګډون څوارلسو هېوادونو د رايو په اکثريت د بیت المقدس په اړه د اسرائيلو په ملاتړ د امریکا د پرېکړې مخالفت وکړ، خو امریکا د ويټو «رد» حق وکاراو او دغه قراداد يې لغوه کړ، چې تر هغه وروسته فلسطين پرېکړه کړې، چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې به د اسرائيلو پر ضد د رايې اچولو او بحث غوښتنه وکړي.

ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې به سبا د اسرائيلو په ملاتړ د ټرمپ د پرېکړې په اړه بحث کېږي، امریکا هلته د ويټو حق نه لري، خو د امریکا سفيرې د نړۍ ټولو هېوادونو ته ګواښ کړی، چې د امریکايي ولسمشر د پرېکړې پر ضد له رایې ورکولو ډډه وکړي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mha
میلمه
mha

This is called dictatorship and every body will laugh

mha
میلمه
mha

If this happens the UN will be called the US/UN

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

پخوا به ټولنه کی غله ، درغلن او وحشیانو ته مافیه ویل کیده ، د وخت حکومتو به پسی پلټنه او څارنه کوله چه پیدا ییی کړی او د بدو کړنو مناسبی سزاوی ورته واوری ، مګر د وخت په تیریدو سره هغه مافیه د زر، زور او زیور له مخی دومره پیاوړی شوه چه د زر ،زور او زیور په واسطه یی حکومتو ته لیار وموندله ، یعنی د نړی لوی لوی حکومتونه د کمونیزم او کاپیتالیزم ، سکولریزم ، نشلنیزم او داسی نورو ایزمو د نومو لاندی راوستل . اوس نو مافیه ( بد او ارذال ) عناصر… نور لوستل »

مولوي دیوبندي
میلمه
مولوي دیوبندي

دانسانیت غل دبشریت غل دانسانیت قاتل امریکااوغلامان هغه وخت به ژرراسي چي ستاسي منحوسي چهري به الله جل جلاله ژرهلاکي کړي الله جل جلاله موپه داسي عذاب اخته که چي ورستنوته عبرت سي