د امریکا سفيرې د بیت المقدس په اړه نړيوالې ټولنې ته ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): امریکا ټولې نړيوالې ټولنې ته ګواښ کړی، چې په ملګرو ملتونو کې يې د اسرائيلي یرغلګرو له لوري د نيول شوي بیت المقدس په اړه د فلسطين په ملاتړ رايه ونه کاروي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دايمي استازې نيکي هيلي د ګڼو هېوادونو استازو ته د ليکونو له لارې ګواښ کړی، چې د ملګرو ملتونو په سبانۍ غونډې کې دې د بیت المقدس په اړه د اسرائيلو پر ضد رايه ونه کاروي او زياته کړې يې ده، چې د هرې رايې په اړه به ولسمشر ټرمپ ته خبر ورکوي او هغه به يې بيا حساب کتاب کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دايمي استازې نيکي هيلي په خپل ټويټر کې ويلي، چې «موږ د امریکايي ولس له غوښتنو سره سم بیت المقدس د اسرائيلو پلازمېنه پېژندلې او هلته مو د امریکا د سفارت د لېږدولو پرېکړه کړې ده، له کومو هېوادونو سره، چې موږ مرستې کوو، هغوی به د امریکا د ګټو پر ضد رايه ونه کاروي.»

وړمه ورځ د ملګرو امنيت شورا کې د څلورو دايمي غړو په ګډون څوارلسو هېوادونو د رايو په اکثريت د بیت المقدس په اړه د اسرائيلو په ملاتړ د امریکا د پرېکړې مخالفت وکړ، خو امریکا د ويټو «رد» حق وکاراو او دغه قراداد يې لغوه کړ، چې تر هغه وروسته فلسطين پرېکړه کړې، چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې به د اسرائيلو پر ضد د رايې اچولو او بحث غوښتنه وکړي.

ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې به سبا د اسرائيلو په ملاتړ د ټرمپ د پرېکړې په اړه بحث کېږي، امریکا هلته د ويټو حق نه لري، خو د امریکا سفيرې د نړۍ ټولو هېوادونو ته ګواښ کړی، چې د امریکايي ولسمشر د پرېکړې پر ضد له رایې ورکولو ډډه وکړي.

تبصرې (4)

  • پخوا به ټولنه کی غله ، درغلن او وحشیانو ته مافیه ویل کیده ، د وخت حکومتو به پسی پلټنه او څارنه کوله چه پیدا ییی کړی او د بدو کړنو مناسبی سزاوی ورته واوری ، مګر د وخت په تیریدو سره هغه مافیه د زر، زور او زیور له مخی دومره پیاوړی شوه چه د زر ،زور او زیور په واسطه یی حکومتو ته لیار وموندله ، یعنی د نړی لوی لوی حکومتونه د کمونیزم او کاپیتالیزم ، سکولریزم ، نشلنیزم او داسی نورو ایزمو د نومو لاندی راوستل .
    اوس نو مافیه ( بد او ارذال ) عناصر او بانډونه په حکومت کی د ښکلو دریشیو ، نیکتایو او بیلونر کیدو ځانو ته د نړی قاضیان او حاکمان وایی او د نړی ښه خلکو ته د خپلی مافیاوی میدیا په واسطه دهشتګر او وران کاری وایی په هماغه کچه چه پخوا به ښو حکومتو مافیه له منځه وړله اوس مافیاوی حکومتونه ښه خلک په بدو نومو له منځه وړی .
    دا هم په یاد کی ساتی چه دا یواځی امریکا نه ده چه نړیواله مافیه ورباندی حکومت کوی بلکه مافیه نړیواله ټولنه د خپل مستقیم او غیر مستقیم نفوذ لاندی راوستی یعنی د نړی میدیا، نظامی ، مالی ، سیاسی او حتی فرهنګی برخه یی د خبل مستقیم تسلط لاندی راوستی او غواړی چه نیو ورلډ ارډر ( نظم نوین جهانی ) تاسیس یا د زمکی د خدایی دعوی وکړی چه زمکه د دوی او د دوی د اصولو او مالکیت لاندی به اداره کیږی
    نیکی هیلی، نه پوهیږم هندونه او که بله کومه د ملالی په شان د هلبروک کومه بلبله ده ، یی ښه مثال دی هغه سپینه امریکایی یا اروپایی نه ده مګر تر امریکایانو زیات د نظم نوین جهانی تمثیل او ټولو نړیوالو ته لاپی ځکه کوی چه نړیوال ټول زر ، زور او زیور یی تر لاسه کړی او کاروی یی. دا لمړی ځل نه دی ۱۶ کاله دمخه جورج بوش ټولو نړیوالو ته علنی اعلان وکړو چه زما سره او یا زما دشمنان یاست یعنی بیطرفی نه منم دا ټولو نړیوالو ته د جنګ اعلان وو .
    همدغه د ویتو حق غیر عادلانه او د ظلم او وحشت اخری معیار دی ، څوک چه د ویتو حق لری هغوی د نړی واکداران او زمامداران دی
    حق اخستل کیږی ورکول کیږی نه ، نړیوال مظلوم بشریت چه دوی ورته دهشتګر وایی باید یو موتی او یوه خوله او د نړیوالی مافیه په مقابل کی یوه سنګر ولری که نه ډیره نزدی ده چه اسراییل ( القدس یا اورشلم ) د نظم نوین جهانی پایتخت او منځنی ختیز په دوهم متحده اضلاع بدل او د نړی ټول هیوادونه به له دی وروسته د نظم نوین جهانی ایالتونه او فیدرال حکومت ته به مالیه او عسکر ورکوی مننه

  • دانسانیت غل دبشریت غل دانسانیت قاتل امریکااوغلامان هغه وخت به ژرراسي چي ستاسي منحوسي چهري به الله جل جلاله ژرهلاکي کړي الله جل جلاله موپه داسي عذاب اخته که چي ورستنوته عبرت سي