نوی امت او نوي وګړی

الهام مهاجر

داسې پراخ او ژور ایمان ،داسې محکم پیغمبري تعلیم ،داسې حکیمانه اودقیقه روزنه له خپل عجیب اوغریب ځواکمن شخصیت اوعقل حیرانوونکی اسماني کتاب سره چې عجایب اوغرایب یي نه ختمیدونکی دی اوتازه والي کې یي هیڅ فرق نه راځي امام انقلاب رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې مړ ژواندي بشریت کې نوی روح پیداکړو چی دهمدغواتلانوله جملی څخه لاندې ځینی یي دیادوني وړ دی.

هغه عمر چې د خپل پلار خطاب وزي یي څرولې اوپلارهمیشه د خپل لاس لاندې ساته په قوت اوعزم کې دقریشوله منځنیوخلکوڅخه وه لږشان امتیاز یي هم نه لاره همزولویې هیڅ امتیاز نه ورکاوه هماغه عمررضی الله عنه وه چې یو واریې ګرده نړۍ خپل عظمت اوصلاحیت ته حیرانه کړه ،قیصراوکسری یې له تاج اوتخت نه بې برخې کړل او دداسې اسلامی حکومت بنسټ یې کیښود چې یومهال پردغودواړو حکومتونولاس بری و،دغوره تنظیم له مخې یې پرهغوی غوره والی لاره ،تواضع ،تقوا اوعدالت خویې لاپریږده چې په هغې کې خوضرب المثل وه اودابه یې ویل چی مونږالله سبحانه وتعالی په دین باندې عزتمندکړو.

دا د ولید زوی خالد ؤ ، دقریشوپه حوصله مندوځوانانوکې پوه ،پخپل منځي شخړو کې یې شهرت پیداکړی و ، دقریشوسردار په قبایلي جنګونوکې ترې مسرته غوښته ،په جزیرة العرب کې لا لوړ شهرت ته رسیدلي نه وه ناڅاپه الهي توره [سیف من سیوف الله] شوه ،څه چې يې مخې ته راتلل پرې کول یې ،همدغه الهي توره دبریښناپه څیرپه روم ورپریووته او د تاریخ په اوږدوکې یې خپل یادونه پریښودل اودابه یې ویل چی خالده ! ډیر جهادونه دي وکړل نن په خپله بستره درته مرګ رازي.

دا ابوعبیده رضی الله عنه ؤ دامانت اونرمۍ ستاینې یې کیدې ،دمسلمانانو د کوچینیولښکرو مشری يې کوله ،هغه وګورئ چې د مسلمانانود مشرۍ ترټولو لوی بارپرغاړه اخلي او[هرقل] دشام له خړوبه هیواد نه د تل لپاره اوباسي او شړي یي.

هرقل چې د رخصتیدو پر وخت خپل هیواد ته ګوري او وايي اې د شام هیواده! تانه په رخصتیدوکې سلام داسې سلام چې بیابه مو هیڅکله لیده کاته ونه شی.

دا عمرو بن العاص رضی الله عنه ؤ چې د قریشو له پوه خلکوشمیرل کیده ،قریش یې حبشې ته د سفیرپه حیث لیږي چې مسلمانان مهاجرین راستانه کړي خودی پخپله پاتې کیږي ، هغه وګورئ چې ترمصره سوبې کوي او د ډیر واک څښتن کیږي.

دا سعدبن ابي وقاص ؤ چې د اسلام نه مخکې دهغه په باب نه د کومې لویې پوځي مشرۍ معلومات شته اونه د کومې جنګي پوهې شهرت لري ،هغه وګورئ دمداین کونجیانې یې ترلاسه کوي ایران اوعراق په اسلامي حکومت کې داخلوي او تل ترتله دعجمودفاتح په نوم یادیږي .

او داهم سلمان فارسی ؤ چې د یوه مذهبي مشرزوی ؤ ، دفارس د یوه کلي اوسیدونکی ؤ له یوې غلامۍ نه بلې غلامۍ اوله یوه مصیبت نه دبل مصیبت په لیدوترمدینې را رسیږي او اسلام قبلوي ، هغه وګورئ چې د خپل قام دعظیم الشان پایتخت حاکم کیږی ، پرون چې د کوم رعیت یو غړی ؤ نن دهغه هیواد حکمران کیږي او تردې ډیره حیرانونکې خبره خولاداده چې زهداوتقوا کې یې هیڅ فرق نه راځي خک یې په داسې حال کې وینې چې په یوه کوډله کې اوسیږي اوټول بارونه په خپل سرپورته کوي .

دا همدغې مدرسې شاګردان وه چې په نبوي مدرسه کې یې روزنه پالنه اوتربیت شوي وه.

ها دا زما مشران دي نن زمونږ مشران ولي په بله روان دي نن ولي مسلمانان د انحطاط په لور مزل کوي نن زمونږځوان نسل د لودیځ اوختیځ په تقلید اخته دی نن د ګردې نړۍ د اشغال خوبونه لیدل کیږي چیرته ده خالدبن ولید رضی الله عنه چیرته ده صلاح الدین ایوبی پورته شه اي د امت ځوانه نن نړۍ تاته انتظار ده آه آه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د