
دا سر ربه مات شوی خو ټیټ شوی چاته نه دی
دکتور کفایت الله وردګ
د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په آخر وخت کې دوه کسان په درواغو را پورته شول چې د پیغمبري دعوې یې کولې یوه په یمن الصنعاء کې وو الاسود بن عکب العنسي نوميدو او بل په یمامة کې وو مسیلمة الکذاب نوميدو دوی دواړو شروع وکوله خلک یې د هغه مسلمانانو په ضد را پورته کول چې په رښتیا سره مؤمنان وو او په رسول الله (صلی الله علیه وسلم) باندې یې ایمان راوړی وو مسیلمه کذاب یوه ورځ رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته خط را ولېږلو چې پکې لیکلی یې وو : دا لیک د مسیلمه رسول الله څخه دی محمد رسول الله ته په تا باندې د سلام وي اما بعد : بېشکه زه ههم ستا په کار کې لتا سره شریک کړل شوی یم زما په اختیار کې نیمه زمکه ده او د قریشو په اختیار کې هم نیمه زمکه ده لکن قریش داسې خلک دي چې تجاوز او تیری کوي .
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د هغه د خط ځواب داسې ورکړو :
بسم الله الرحمن الرحیم له محمد رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه دی مسیلمه الکذاب (ډېر درواغجن) ته سلام د پر هغه چا وي چې د هدایت متابعت یې کړی دی اما بعد: بېشکه زمکه د الله تعالی ده هغه چاته یې په میراث ورکوي چې ورته خوښه یې شي له خپلو بندګانو څخه او نیکي د آخرت د پرهیزګارانو لپاره ده .
مسیلمه خبیث ګمان کړی وو چې دا پیغمبری به بادشاهي وي له ده سره به یې نیمه کړي کله چې ورته دا خط ورسېدو نو نور هم ګمراه شو او خپلې ټولې هڅې یې پیل کړې چې ځان مطرح کړي او په څه ډول خپل طرف داران زیات کړي رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وغوښتل چې یو خط ور و لېږی او پدې یې پوه کړي چې پیغمبري د دعوې شی نه دی او لدي حماقت څخه د لاس واخلي لکن څرنګه چې هغه یو نا مرده ، بې غیرته ، بې سیاله کس وو هغه ته به دا لیک څوک وروړي ؟
دا مشوره په یو ځوان حضرت حبیب بن زید (رضی الله عنه) باندې راغله دا مبارک هغه کس وو چې د اسلام لپاره یې له هیڅ ډول قرباني څخه ډډه نه کوله کله چې لدې نه خبر شو چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دی ددې مهم کار لپاره غوره کړی دی ډېر خوشحال شو او په نره سره تیار شو .
د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له لوري یې مبارک خط واخیست او مسیلمه کذاب ته یې ور وړو .
څرنګه چې مخکې تېر شول هغه یو نا مرده ، بې غیرته او کافر کس وو نو په حضرت حبیب بن زید (رضی الله عنه) باندې یې خپل قوم را ټول کړو او بندی یې کړو او له ده څخه یې وغوښتل چې د خلکو په مخ کې اعلان وکوه چې ما په مسیلمه باندې ایمان راوړی دی .
او د حضرت حبیب (رضی الله عنه) په حق خو دا نا ممکنه وه .
مسیلمه حضرت حبیب بن زید (رضی الله عنه) ته وویل : آیا ته پدې ګواهي ورکوې چې محمد (صلی الله علیه وسلم) د الله تعالی رسول دی؟
حضرت حبیب (رضی الله عنه) ورته وویل : هو زه ددې ګواهي ورکوم چې محمد (صلی الله علیه وسلم) د الله تعالی رسول دی .
مسیلمه ورته غصه شو او په زوره یې ورباندې ور چغه کړه : ورکړه ګواهي چې زه هم د الله تعالی رسول یم .
حضرت حبیب (رضی الله عنه) د مسخرو په انداز کې ورته وویل : ته چې څه وایې دا زه نه آورم .
د حضرت حبیب (رضی الله عنه) دا خبره به په مسلیمه باندې لکه د توپ وار داسې لګېده او ډول ډول عذابونه یې ورکړل آخر پوه شو چې څومره دده عذاب زیاتیږي حضرت حبیب (رضی الله عنه) همدومره په خپل ایمان کلکیږي جلاد یې را وغوښت توره یې را وغوښته او د حضرت حبیب (رضی الله عنه) په شهید کولو یې شروع وکوله کله به یې ورباندې وار کاوه کله به یې ورڅخه کوم ا ندام پرې کاوه او ورته ویل به یې : ورکړه ګواهي چې زه د الله تعالی رسول یم .
حضرت حبیب (رضی الله عنه) به ورته ویل : دا ته چې څه وایې دا زه نه آورم او زه صرف ددې ګواهي ورکوم چې لا اله الا الله محمد رسول الله .
تردې چې په شهادت ورسېدو …
سره ددې چې پدې حالت کې حضرت حبیب بن زید (رضی الله عنه) ته روا وو چې هغه د کفر کلمه په خوله ووايي لکن ویې نه ویله ، کفار یې خوشحاله نه کړل ، شهادت ته یې غاړه کېښوده .
الله تعالی یې د په شهیدانو کې مرتبې لوړې کړي .
دا سر ربه مات شوی خو ټیټ شوی چاته نه دی
خو تاته یې پنځه وخته محراب کي راولم