افغانستان

قاري یوسف: د زابل یو بل دیني عالم د استخباراتو له خوا ووژل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ اوسیدونکي دیني عالم مولوي منګل د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.

د سیمې څخه په ورکړل شویو معلوماتو کې ویل شوي چې نوموړی وړمه شپه د قلات اړوند د شادو په کلې کې د ماښام د جماعت ورکولو وروسته کور ته پر لاره وژل شوی دی.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف د نوموړي په وژنه کې د حکومت استخباراتي کړۍ ښکېلي بللي او ویلي یې دي چې نوموړی عالم وړم کال هم د زابل امنیه قومندان روغ لیوني نیولی وو او تر سختو شکنجو لاندي يې لاسونه ور مات کړي وه.

او زیاته کړې چې مولوي منګل په سیمه کې یو فعال کس وو، هغه د حکومت څخه د ولسي وګړو په خلاصون کې هم د خلکو سره مرسته کول او همداسي يې د قرآن کریم تفسیر کوی چې د نوموړي په اصطلاح د کابل حکومت ته د زغملو وړ نه وو، ځکه یې د هغه د وژلو لپاره خاص کسان ګمارلي او وړمه شپه یې بالاخیره وواژه.

باید وویل شي چې څه موده تر مخه د مولوي نعمت الله په نامه هم یو دیني عالم د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی وو، چې د طالبانو په وینا د هغه په وژنه کې هم استخباراتي کړۍ ښکېلې وې.

نوموړي وویل: د هیواد په مختلفو سیمو کې د با احساسه او مؤثرو دیني عالمانو ترور او شهادت د مزدور دښمن له شومو پلانونو څخه دي چې د بهرنیو اشغالګرو په لارښونه او له اسلام سره د دښمنۍ په موخه يې تررسره کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي دیوبندي

الله جل جلاله دي شهادت قبول کړي واقیعت زموږپه ملک کي ستري هستي همیشه له منځه وړل کیږي محترم شیخ شهیدمولوي منګل صاحب نورالله مرقده دامریکااودهغه دملګروپه مقابل کي خپل مسؤلیت په ایمان داري اداکړل اودیهودووټولوتخریب کونکوافعالوته ځیروواومظلوم اولس ته ئي په پوره ایمانداري خدمت وکړل روح دي ښادوي اونجوان زوي مولوي اولیاء صاحب
ته ئي دزړه له کومي تعزیت وړاندي کووالله جل جلاله دي ورلره صیرجمیل ورکړي اوشهیدشیخ مولوي منګل صاحب داسي جهادوکړل چي دسنګرمجاهدبه ئي هم مقام ته نه ورسیږي
دظالم په مخ کي حق کلمه ویل افضله جهاددي
عَنْ أَبِى سَعِيدٍ الْخُدْرِىِّ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « إِنَّ مِنْ أَعْظَمِ الْجِهَادِ كَلِمَةَ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ
سنن الترمذى

مولوي دیوبندي

خولیکل راته ډیرمشکل وي کني دشیخ صاحب دکندهاردمحبس یوڅوسحني مي درسره شریکه ولي چي تیرکال شیخ مولوي منګل صاحب امریکایانوبندی کي اوهلته ئي هم دستي دقران شریف تفسیروبندیانوته شروع کړل اوخپل جهادي خدمت ئي له کوره ترزندانه ترقبره ورساووالله جل جلاله دي شهادت قبول کړي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close