nasir ahmad ahmadi

که مې «جوجو» له سره هم لیکلای، نو داسې به مې لیکه لکه دا اوس چې دی. نصیراحمد احمدي

نصیراحمد احمدي په ځوانو کیسه لیکوالو کې د ځانګړې سبک او د ډېرو مینه‌والو څښتن لیکوال دی. تر دې دمه د ښاغلي احمدي یو شمیر ناولونه او د لنډو کیسو ټولګې چاپ شوې دي، چې د پښتني فرهنګي کهول له تود هرکلي سره مخ شوي دي. ښاغي احمدي تازه تازه د «جوجو» په نامه ناول لیکلی، چې تېره اوونۍ يې کابل کې کتاب ښار مخکتنه وکړه. نن‌ ټکي‌ اسیا وپتېیله چې له ښاغلي احمدي سره د «جوجو» په تړاو خواله وکړي. دا تاسو او دا هم ښاغلی احمدي.

نن‌ ټکی‌ اسیا: ډېره مننه احمدي صیب چې موږ ته مو وخت راکړ، په پیل کې که دا راته ووایاست چې د «جوجو» ناول د لیکلو انګېزه څه وه؟

احمدي: دا داسې کیسه ده، چې د «جوجو» ناول یوه کیسه نه لري. له څو مختلفو کیسو جوړ دی، ډېرې وړې وړې کیسې وې، چې هغه په اول وخت کې ماغوښتل چې لنډې کیسې ورباندې ولیکم، کله مې چې یوه کیسه پرې ولیکله، نو ماویل چې نه دا باید ټولې په یوه ناول کې سره راټولې کړم، بیا مې وروسته فکر وکړ، چې دغه مسایل لکه بې سوادي، په بدو کې د نجونو ورکړه او نور داسې تکراري دي، نو ماویل چې راځه دې ته یو نوی ساختار ورکړه، چې زما دغه ناول له تېرو ناولونو نه نوی وي، نو دغه سانتیفکشن په نامه کیسې په پښتو ادب کې څه چې په افغانستان کې به ډېرې کمې وي، لکه دغه ناول چې ما ولیکه او دغسې مسایل چې موږ ته ډېر ښه ښکاري خو په حقیقت کې ډېر بد دي، دغه ټول يې د لیکلو انګېزه وه.

نن‌ټکی‌اسیا: ستاسې تېر ناولونه په کلیو او بانډو کې هم پرېمانه لوستونکي لري او هغوی ته يې یوعلت دا دی چې تاسې ورته د خپل کلي کیسې کوئ، هغوی په ناول کې خپل ځان ويني، خو په دې ناول کې مو دغه مرکزي کرکټر ـ جوجوـ داسې یو کرکټر دی چې کېدای شي ستاسې د نورو ناولونو لوستونکو ته به نابلده ښکاري، څه فکرکوئ د «جوجو» دغه خیالي او دغسې شخصیت به لوستونکي درسره ومني؟

احمدي: تر اوسه چې چا دغه ناول لوستی دی، د جوجو د نه منلو يې څه نه دي ويلي، تاسې که فکر کړی وي، کله چې به نیاګانو موږ ته د دېوانو کیسې کولې، موږ به يې په منطق پسې دومره نه ګرځېدو، دلته هم لوستونکی پوهېږي چې جوجو یو خیالي موجود دی او حقیقت نه لري، مګر دوی يې پیغام ته ګوري، داسمه ده چې جوجو نشته خو زموږ په ټولنه کې بد رواجونه شته، یعنې په حقیقت کې دا د حقیقتونو او خیالونو یوه ګډوله ده؛ نو فکر کوم دوی ته به د منلو وړ وي، که جوجو ورته د منلو نه وي، نو دغه پېښې، دغه کیسې چې په دې ناول کې راغلې هغه ورته د منلو وړ دي؛ ځکه هغه بدبختانه زموږ په ټولنه کې شته او موږ يې وینو؛ نو تراوسه چې چا ماته نظر راکړی، ټولو منلې چې دغسې واقعیتونه مو رښتیا هم په ټولنه کې شته.

نن‌ټکی‌اسیا: ستاسې په ناول کې د ټولنې داسې مسایل رانغاړل شوي چې ورته نور ډېر مسایل لاهم موږ په ټولنه کې لرو، ځينې لوستونکي داسې انګېري چې دا ناول که اوږد شي ښه به وي، تاسې خو به يې پسې اوږدوئ نه؟

احمدي: کله چې مې دغه ناول لیکه نو همدا پکې راغلي مسایل زما ذهن ته راتلل، خو کله چې مې چاپ ته ولېږه نو نور ډېر دغسې شیان مې ذهن ته راغلل چې که مې په اول کې ذهن ته راغلي وای، نو کېدای شي دغه ناول مې پسې غځولی وای او په دې بڼه باندې شاید نه وای، ډېر نور مسایل به هم پکې راغلي و، ځينې ملګري دا هم راته وايي چې دغه د جوجو کرکټر وساته او دغه جو جو په بل ناول کې هم راوله په بله بڼه، نو هغه مشکلات چې درنه پاتې دي هغه په بله بڼه نوې غوندې راوله، په نوي جوجو کې، مثلاً موږ ډېر مشکلات لرو، فساد شته، غلاوې شته، ډېر نور مشکلات شته، چې په دې ناول کې نه دي راغلي، یا هم په دولت کې ډېر مشکلات شته، نو که مې بل ناول لیکه کېدای شي هغه مشکلات چې رانه پاتې دي، په هغه کې يې راولم.

نن‌ټکی‌اسیا: ډېره مننه، په «جوجو» کې مو ډېر تمرکز په ټولنیزو مسایلو کړی دی، په دولتي یاهم جګړیزو مسایلو لږ تم شوي یاست، په ټول ناول کې مو داسې ښوولې چې هلته هیڅ حاکمیت نشته، مثلاً چې په بدو کې نجلۍ ورکول کېږي هلته حاکم څوک نشته چې د هغوی فسادي برخه مو هم پکې را اخیستې وای، دې ته مو پام کړی؟

احمدي: د افغانستان په کلیو او بانډو کې اوس هم د دولت حاکمیت نشته، هلته که پرېکړې هم کېږي نو هماغه قومي مشران يې کوي، موږ او تاسو ټول د کلي اوسېدونکي یو دا راته مالومه ده چې په ډېرو کمو مشکلاتو کې هغه هم په هغه ځای کې چې هلته امنیت وي، ولسوالي ته عریضه کېږي او ځينې مشکلات په څارنوالي یا محکمه کې حل کېږي، خو په ډېرو برخو کې بدبختانه نظامونه سخت کمزوري دي او همدغه ضعیفوالی دی چې هلته خلک قومي جرګو ته پناه ور وړي او هغوی طبعا دغه ستونزې حل کوي، مثلاً زموږ په ولسوالي کې که حکومت هم شته، له ولسوالي د باندې نشته، نو په «جوجو» کې هم همداسې پرېکړې په دودیزه توګه قومي مشران کوي، یعنې موږ داسې حکومت نه لرو چې د خلکو پرېکړې حل کړي، البته په ټولو سیمو کې نه، نو زه فکر کوم چې دغه برخه چې تاسې ورته اشاره وکړه، دا به ډېره غیر منطقي نه وي.

نن‌ټکی‌اسیا: ځینې نقادان داسې وايي چې که لیکوال غواړي کیسه ښه په وړاندې بوځي، نو باید په هماغه کرکټر کې ځان احساس کړي، په «جوجو» کې تقريباً دوه متضاد مرکزي کرکټرونه دي، «جوجو» په ډېرو مسایلو نیوکې لري او تواب په همدې مسایلو کې رالوی شوی یو څوک دی، تاسې د کیسې لیکلو په وخت کې په کوم يو کې خپل ځان ډېراحساساوه؟

احمدي: ما چې کیسه لیکله نو د ټولنې هره نیمګړتیا مې د جوجو له سترګو کتله نو د جو جو خبره د لیکوال فکر دی یا د لیکوال خبره ده، او تواب د جوجو لپاره یوه بهانه ده، چې باید یو څوک وای چې جوجو ترې پوښتنې کړې وای، نوما دغسې یو تنکی ځوان راووست چې د کیسې په مخ بيولو کې مرسته وکړي، په حقیقت کې هغه یوه بهانه ده.

نن‌ټکی‌اسیا: کله چې پر دې ناول په کتاب ښار کې مخکتنه کېده، هلته هم ډېرو استادانو داسې ویل چې جوجو ولې په تواب کې بدلون نه دی راوستی؟ که دغه ناول دغسې بل چا لیکلی وای، تاسې ورته په کومه سترګه کتل؟

احمدي: ما مخکې هم وویل، چې دلته تواب یوه بهانه ده او له جوجوسره یو مرسته کوونکی دی، په حقیقت کې زما د لوستونکو لپاره پیغام دی، یوازې د تواب لپاره نه؛ په ځینو مواردو کې پخپله د تواب هم فکر بدلېږي، مثلاً هغه د تره په اړه د ده فکر بدلېږي یا د هغه د درس د اهمیت په اړه یا هم د حیواناتو د ازارولو په اړه د هغه فکر بدلېږي، په ځينو مواردو کې د هغه فکر بدل شوی، داسې نه ده چې سل په سلو کې نه دی بدل شوی، بل دا چې تواب په دې ناول کې لا ووړ دی، دی دومره نه ده چې د ښه او بد سم قضاوت وکړي، که په عامه اصطلاح درته ووایم هغه لوستونکی په غوږ باندې وهي، پیغام يې لوستونکو ته دی، کېدای شي چې که بل څوک یو ناول لیکي ښايي تر دې يې بهتره هم وليکي، مثلاً یو ناول کې به ما له یوه اړخه یوې موضوع ته کتلي وي، بل به له بله اړخه ورته ګوري، دا هنر دی او په هنر کې به څوک یوې موضوع ته له یوې زاويې ګوري بل له بلې، نو ما که دغه ناول له سره هم لیکلای، نو داسې به مې لیکه لکه دا اوس چې دی.

نن‌ټکی‌اسیا: ډېره مننه، احمدي صیب!

احمدي: کور مو ودان.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د