fbpx
نوی ټاکل شوی والي

انجینر داود: د بلخ د والي په توګه دنده پیلولو ته اماده یم

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ولسمشر اشرف غني له لوري نوی ټاکل شوی د بلخ والي انجینر محمد داود د یوې امریکايي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې هغه بلخ ولایت ته په تګ کې هیڅ ستونزه نه لري، چې هر وخت ورته اشرف غني امر وکړي، دی به بلخ ته ولاړ شي او هلته به خپله دنده پیل کړي.

نوموړي ویلي چې د جمعیت ګوند اکثره غړي دده ملاتړ کوي.

انجینر داود وویل چې ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله په ګډه دی د بلخ د ولایت لپاره انتخاب کړی، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم باندي راضي دی، ځکه نو تیار دی چې بلخ ته د تګ امر تر لاسه کړي او ددغه ولایت د خلکو خدمت ته مټې را بډوهي.

نوموړي وویل چې د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني ورسره پر تلیفون خبرې کړي او ورته واضحه کړې یې ده چې دده په ټاکنه کې کومه ستونزه نه لري.

باید وویل شي چې د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني خپل پر فیسبوک پاڼه یوه خبرپاڼه نشر کړې وه چې په هغه کې يې د ولسمشر اشرف غني پرېکړه عجولانه او غیر مسؤولانه بللې وه او کلک مخالفت یې څرګند کړی وو.

وروسته د جنرال عطا نور هم مخالفت څرګند کړ او وې ویل چې استعفا یې ډېره مخکې هغه وخت ولسمشر ته وړاندي کړې وه کله چې دوی یو لړ توافقات سره کړي وه او هغه وخت یې هم استعفا مشروطه وه خو هغه توافقات عملي نه شوه ځکه نو دده استعفا هم پاته شوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د