امریکايي ائتلاف د موصل جګړې کې شاوخوا يوولس زره ملکيان وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): امريکا د عراقي پوځيانو، ځايي اربکيانو او شيعه ملېشو په مرسته په عراق کې لږ تر لږه ۳۲۰۰۰ ملکيان وژلي، چې شاوخوا يوولس زره يې يوازې په موصول ښار کې وژل شوي دي.

امريکايي ائتلاف د عراقي پوځيانو او ځايي اربکيانو په مرسته د عراق موصول ښار کې داعش ډلې ته ماټې ورکړه او د عراق لومړي وزير حيدر العبادي اسوشيټيډ پريس خبري اژانس ته ويلي، چې د داعش پر ضد جګړې ۱۲۶۰ کسان وژل شوي، خو د عراقي حکومت سربېره امریکايي ائتلاف دا نه دي ويلي، چې يوازې د موصل په خونړۍ جګړې کې څومره ملکيان وژل شوي دي.

عربي رسنۍ د عيني شاهدانو له خولې وايي، چې امریکا د موصل نيولو لپاره ټول موصل ويجاړ کړی، هلته د اوسېدو څوک نه دي پاتې، ډېری اوسېدونکي يې له دې ښاره وتلي وو او پاتې نور يې د امريکايي ائتلاف په بمبارۍ او د عراقي ځواکونو په جګړو کې وژل شوي دي.

اسوشيټيډ پريس خبري اژانس په يوه څېړنيز راپور کې ويلي، چې د موصل د نيولو په نهه مياشتنۍ جګړې تر يوولسو زرو پورې ولسي خلک وژل شوي دي.

اسوشيټېد پريس د عراقي سرچينو او غیر دولتي ادارو له خولې ليکلي، چې د ۲۰۱۶ اکټوبر څخه د ۲۰۱۷ تر جولایي پورې امریکايي ائتلاف په عراق کې دوه دېرش زره ملکيان وژلي دي.

د اسوشيټيډ پرېس د پوښتنې په ځواب کې د امریکايي ائتلاف وياند وايي، چې دوی دومره امکانات نه لري، چې په جګړو او بمباريو کې د وژل شوو خلکو ارقام ټول کړي.

د ایروارز په نوم د ملکي وګړو د خونديتوب اداره وايي، چې يوازې د موصل د جګړې پر مهال د ۹۶۰۶ ملکي وګړو د وژل کېدو لیسټ ورته رسېدلی او کېدای شي نور هم وي.

راپور وايي، چې د دغو خلکو درېيمه برخه د امریکايي ائتلاف په بمبايو او پاتې نور يې د عراقي پوځيانو او سيمه‌ ييزو اربکيانو په بريدونو کې وژل شوي دي.

اسوشيټېډ پرېس وايي، چې د داعش ضد جګړې پر مهال يې د وژل شوو کسانو ډله ييز قبرونه هم ليدلي، چې لا هم نورې څېړنې ته اړتيا لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د