افغانستان

د نجات افغانستان ایتلاف: د عطا نور ګوښه کول به شمالي ولایتونه نا امنه کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): وروسته تر هغه چې ولسمشر اشرف غنې د بلخ د والي استاد عطا نور پخوانۍ استعفا منظوره کړه، د نجات افغانستان په نامه د سیاسي ایتلاف شورا وايي چې د بلخ ولایت څخه د عطا نور لیري کېدنه به په شمالي ولایتونو کې د طالبانو او داعش د فعالیتونو د زیاتېدو سره مرسته وکړي.

د ارګ او بلخ تر منځ د اختلافونو د را ټوکېدو وروسته دغه ایتلاف په خپلې خبرپاڼه کې د عطا نور څخه په ملاتړ کې ویلي چې د هغه لیرې کول به د ثبات، امنیت او ملي منافعو سره مرسته ونه کړي، د هغه لیري کول یو غیر سنجیده عمل دی چې کیدای شي د وحدت ملي (ګډ) حکومت پر راتلونکي بد اثر ولري.

په خبرپاڼه کې راغلي: «اخيراً دريك اقدام مغاير ثبات، امنيت و منافع ملى بطور یک جانبه استعفای استاد عطا محمد نور، والی بلخ، اعلام گرديد که مجموع اين اقدامات غير دور انديشانه، عواقب ناگواری در عرصه وحدت ملى را در پى داشته و به ثبات سياسى وروحيه وحدت ملى كمك نخواهد كرد».

باید وویل شي چې د «نجات افغانستان ملي ایتلاف» په نامه سیاسي جوړښت وروسته تر هغه را څرګند شو کله چې د بلخ (پخوانی) والي استاد عطا نور، د اجرائیه رئیس دوهم مرستیال استاد محقق او د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني ترکیې ته ولاړل او هلته یې د ولسمشر د تبعید شوي لومړي مرستیال جنرال دوستم سره ولیدل.

دغه ایتلاف په اوس وخت کې په شمالي ولایتونو کې په سیاسي او نظامي لحاظ قوي ایتلاف بلل کیږي.

په خبرپاڼه کې وړاندي ویل شوي: «خصوصاً اقدام اخير ارگ مبنى بر كنار گذاشتن و الى موفق بلخ كه در تأمين امنيت وباز سازى نمونه مثال بوده بمنزله ضربه زدن به امنيت درشمال كشور ميباشد كه زمینه های تسلط داعش و طالبان را فراهم و امنیت شمال، بویژه بلخ را با خطر جدى مواجه می‌سازد».

یادې شورا د حکومت څخه غوښتي چې د ملي یووالي (ګډ) حکومت د توافق پر اساس دي اقدامات وکړي او د بلخ د والي استاد عطا څخه دي پر همدې اساس ملاتړ وکړي.

د نجات افغانستان ایتلاف شورا همداراز د هیواد پر ټولو جهادي مشرانو، سیاسي ایتلافونو او وسلوالو ځواکونو غږ کړی چې ددې نوي بحران د حل لپاره دي لاس په کار شي او سیاسي ثبات دي را منځته کړي. او د ملګرو ملتونو څخه یې غوښتنه کړې چې د ملي یووالي (ګډ) حکومت د توافق د ضامن په حیث دي خپل مسؤولیت درک کړي او د ارګ د یو طرفه اقداماتو مخه دي ونیسي ځکه که داسي ونه کړي کیدای شي د هیواد امنیت او ثبات ته ستر ګواښ پيښ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجيب الرحمان

لعنت دې په دغې د درواغو نجات په فاشيستانو شي دا ډله د جمعيت بله رنګ بدلوونکې د اسماعيل خان هراتي ډله ده، هغه هم پخوانى وحشى جاهل قاتل د رباني قوماندان دى، بايد اشرف غني د ده چاره هم ورکړي او داسې چې رسنيزې دې پې بندې کړي. بايد اشرف غني شاته نشي افغانستان کې هېڅ ځاى په امن کې ندى همدا د امن راوستلو د خودخواهۍ کبرجن ختمولو او نظام پاکستا لو ښه اقدام دى بايد مخته ولاړ شي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x