نظــر

مذهبي پوښ – لیکوال: عتیق زی

غواړم پدې وغږېږم چې خلک خپل غرایز څه ډول استعمالوي او د خپلو موخو د لاسته راوړو لپاره یې کومې لارې سنجوي. دا به ډېره مشکله وي چې هرې پدیدې ته چې په خاص مکان او خاص کیفیت کې رامنځته شوې وي ځینې خاص تعریفونه وکړو او بیا یې ټولنې ته وړاندې کړو. خلک به پدې اړه څه وایي او غبرګون به یې څه وي؟ ځینې معادلې لاینحل پاتې کېږي چې دا د انسانانو د مبارزاتي ژوند یوه برخه جوړوي چې تر نسلونو نسلونو پورې یې خلک ځواب ته منتظر وي خو نشي کولای پیدا یې کړي.

هغه خلک چې له خپل ضمیر سره په جنګ وي او نشي کولای خپل ضمیر آرامه کړي، هغه ډله خلک دي چې له خپل تېر څخه درس نه اخلي او همېش پدې اصرار کوي چې د انسانیت په فصل کې یو بل نوی باب خلاص کړي. هغه خلک چې مخ پر وړاندې درومي او له تېر څخه درس اخلي او حال او مستقبل ورسره ګنډي هغه ډله خلک دي چې په تېر پسې روان وي او خپلې موخې د نورو په موخو کې لټوي، د انسانیت او تمدن د شړولو او ویجاړولو هڅې نه کوي او خپل خوځښت او فکر ته د انسانیت او تمدن په باب کې ځای لټوي.

ځینو ته ښایي دا مجاز وي چې په مذهبي قالب کې هر څه اچوې هغه به ټولنه مني او جذبوي. خو دا یوازې هلته او هغه وخت د منلو وړ وي چې د غبرګون ماده په ټولنه کې د خرافاتو او افواهاتو په ځنځیرونو تړلې وي. په همدې ډول، هغه فکرونه چې پردي وي او له یوه مخصوص قشر سره یې همغاړي نه کېږي د هغوی د فشار قوه، که څه هم ډېره وي خو پر نوموړي قشر یې لګېدل بې ځایه وي لکه پر غره چې لګېږي. خو وخت کیسه جوړوي. داسې کیسه چې د نوموړي قشر هغه اوسپنیزه مبارزه یو وخت د افسانو او نکلونو یو کتابګوټی وي او بس.

 افسانه هم هنر دی چې د هنرمند له ګوتو څاڅي او چې کله یې منقوش نقاشي کړي، د یوې زرینې تابلو په شکل یې د تاریخ پاڼو ته وسپاري. حقیقت پلټونکي انسانان بیا د نسلونو او پېړیو په تېرېدو پسې ګرځي او داسې څه ترې تراشي چې سبا یې ګوري د حقایقو لویه مجسمه وي. مناسبه نده چې هنرمند په هنر سره د قضا مېز ته کش کړو او د اعدام پر تخته یې ودروو. هغه څه چې دی یې د هنر باریکیو او ظرافتونو ته ننه ایستلی هغه باید وڅېړل شي. ځینې انسانان همداسې دي چې یوازې په جسم قضاوت کوي او ظاهري خامۍ په ګوته کوي ځکه ددوی نظر، فکر او لید سطحي وي او عمق ته ننوتل ښایي دده او د ډلې یې ټول ژوند واخلي خو سر ته ونه رسیږي.

مناسبه ده چې ووایو په دغه نقطه کې باید دومره ساده ګي رامنځته شي چې ظاهر او باطن، معنی او ماده سره یو شی او په یو نوي جسم کې تظاهر وکړي او خلکو ته ددې وخت ورکړي چې قضا یې دده په باریکیو او ظرافتونو کې ورکه نشي. دلته هغه لارې بندېږي چې ځینې یې د مذهب په پوښ کې تېروي. او ځینې بیا دغه پوښ تر ده پورې منحصر ګڼي، او که څوک دده پر جسم، ظاهر، قیافه، سلوک، رفتار، او طرز باندې نیوکه کوي، دی یې تفسیر خپل مذهبي پوښ ته راجع کوي. خو داسې نده، او بالکل نده. هغه ډله انسانان چې مذهب، اخلاقیات، معنویت او روحانیت یې له وینې سره اخږل شوی هغوی پر خپل ځان د مذهبي پوښ د راکشولو اړتیا نه ویني او په خلکو کې همدومره په سادګۍ سره ژوند کوي چې ګویا یو عادي وګړی دی.

چېرې چې شعور د لاشعورۍ او منطق د بې منطقۍ تر بې منطقه او لاشعوره حاکم سیاست تر سیوري لاندې دمه شي، هغه ټولنه د انساني ژوندانه او د یو متمدن ژوند د رامنځته کولو په لاره کې ډېرې سختې ویني او ددې وېره هم شته چې لدغو اجزاؤ څخه د اوزارو په توګه د کار اخستلو په پایله کې ښایي دا ټولنه د تل لپاره وپاشل شي او داسې غیرانساني سلوک او رفتار ته وده ورکړي چې د هغوی او د انساني ژوند تر منځه ډېر لوی واټن پروت وي. هغه څه چې دوی سره نږدې کوي یو یې له الهي منهج څخه د اخلاقیاتو او معنویاتو بُعد دی. له دغه بُعد څخه په استفادې کې غربي ټولنه خو هسې هم پاتې راغلې خو مسلمانې ټولنې هم سختې ځپل کېږي. نن چې د مذهب په نامه کوم سیاسي خوځښتونه رامنځته شوي دي اکثره یې تر شا شخصي ګرایشونه لري چې رسېدلو ته یې یوازې د مذهب پوښ کاروي.

مسلمانه نړۍ کې ښایي په اقل قلیل توګه داسې خوځښتونه وي چې الهي آئین ته له الهي منهج څخه رسېدل یې سیاسي محور وي او ټول تمرکز یې په همدې خبره وي. نور هغه څه دي چې فکر او نظر د قوم، سیمې، شخصي ګرایشونو او منافعو پر مدار راڅرخي. لکه د عثماني امپراطورۍ د پر ځولو په خاطر عرب نشنلیزم ایدیالوژۍ وده وکړه او په لنډ وخت کې په یوه سیاسي تګلارې باندې بدل شو چې موخه یې یوازې د ترکانو په مقابل کې د حساسیتونو پارول وه.

هغه څه چې موږ ته په کار دي تر څو خپله مبارزه په اخلاقي اصولو او چوکاټ کې مخته بوزو هغه د اخلاقیاتو تقاضا ده. یعنې نور باید له دین څخه د اوزارو په توګه کار وانخستل شي او الهي مقام ته یې د سپېڅلتوب په رڼا کې ولیدل شي او حفظ شي. او دا کار یو ویښ وجدان غواړي.

لیکوال: عبد البصیر عتیق زی، کالم: امت، نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x