fbpx

اردوغان د اماراتو بهرنيو چارو وزير ته: د خپلو خيانتونو د پټولو لپاره پر موږ تورونه لګوئ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د متحده عربي اماراتو د هغو څرګندونو په اړه توند غبرګون ښودلی، چې د عثماني خلافت پخواني واکمن فخرالدين پاشا ته يې د سپکاوي ټويټ خپور کړی و.

د ترکيې له رسمي تلویزيون څخه په خپره شوې وينا کې اردوغان ويلي: «عثماني دولت او متحدينو يې خپل ژوند د مدينې منورې دفاع ته وقف کړی و.»

هغه زياتوي: «څوک، چې پر موږ تورونه لګوي هغوی دې خپل حد وپېژني، موږ پوهېږو، چې دوی څه پلانونه لري او تاسې د خپلو خيانتونو د پټولو لپاره پر موږ تورونه لګوئ.»

اردوغان د متحد عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير له نوم اخيستو پرته هغه ته توندې خبرې کړي: «ته بايد خپل حد وپېژنې، ته ترک ولس نه پېژنې، نه اردوغان پېژنې او د اردوغان نيکونه به هېڅکله ونه پېژنې.»

اردوغان پوښتنه کړې: «هغه مهال، چې زموږ نيکونو د مدينې منورې دفاع کوله، ستا نيکونه چېرته وو، اې سپېره، چې ته اوس زموږ په نيکونو تورونه لګوې.»

اردوغان د محمد بن زايد په ټويټر پيغام کې پر عثماني خليفه د اثارو د غلا تورونه په سختو ټکو رد کړي او ټينګار يې کړی، چې فخرالدين پاشا د اثارو او علمي کتابونو ساتنه کړې، په اسلامي نړۍ کې يې په عدل او انصاف حکومت کړی او امانتونه يې خوندي ساتلي وو.

د ترکيې ولسمشر ويلي، چې عثماني خلافت د رسول الله صلی الله عليه وسلم اثار له دې امله استانبول ته لېږدولي، چې اروپا او غربي هېوادونو ته يې د غلا مخنیوی وکړي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير په خپل ټويټر پيغام کې د علي عراقي په نوم د يوه ليکوال هغه پيغام خپور کړی و، چې عثماني خليفه يې له مدينې منورې په غلا تورن کړی و.

په دغه ټويټر کې پيغام کې راغلي وو: «د عثماني خلافت واکمن فخرالدين پاشا په ۱۹۱۶م کال کې د مدينې منورې پخواني اثار غلا کړي، هغه ېې شام او استانبول ښار ته وړي او د مدينې منورې د محموديه کتابتون خطي نسخې يې هم ترکې يې ته لېږدولي دي.»

د ترکيې لومړي وزير يلدرم بن علي هم د بن زايد د خپاره کړي ټويټر په اړه توند غبرګون ښودلی، هغه د عثماني خليفه سربېره ترکي ولس او ولسمشر رجب طیب اردوغان ته سپکاوی بللی دی.

يلدرم ويلي، چې: «د بن زايد دا کار شرموونکی دی، هغه دې د خپلې تېروتنې بښنه وغواړي او له دغه ډول پاروونکو خبرو دې لاس واخلي.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د