نړۍ

ايران کې ۵،۲ درجې زلزله شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): تېره شپه د ايران پلازمېنه تهران او د دغه هېواد يو شمېر نورې سيمې د ريختر په کچه ۵،۲ درجې زلزلې ولړزولې.

تر اوسه د مرګ ژوبلې اوښتو او مالي زيان په اړه راپور نه دی ورکړل شوی، خو د ايران د بحران د تنظيم ادارې مشر اسمعيل نجار ويلي، تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته، خو په وينا يې د معلوماتو راغونډولو په حال کې دي.

د تهران د ځمک پېژندنې ادارې د مالوماتو له مخې، دغه زلزله د ځمکې په زړه کې اووه کيلو متره ژوره رامنځته شوې او مرکز يې د تهران ميلارد ښارګوټی دی.

دغې زلزلې د تهران، البرز، قزوين او ځينې نورې سيمې هم لړزولي، خو  د تهران اوسېدونکي يې سخت وېرولي او ټوله شپه يې له کورونو بهر تېره کړې ده.

د البرز ولسوالۍ د طبيعي پېښو عمومي ادارې رسنيو ته ويلي، د زلزلې له کبله په چالوش کې يو غر هم ښويېدلی دی.

د يادونې ده، چې تېره مېره مياشت هم د ايران او عراق پر پوله سخته زلزله وشوه، چې له کبله يې تر ۷۰۰ کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ او زرګونه نور ټپيان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x