افغانستان

دفاع وزارت: د «نور» پر سر د غني او عبدالله ترمنځ شخړه کې یوازې د «نظام» ساتنه کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): دفاع وزارت وايي، د بلخ د ګوښه شوي والي عطاء محمد نور پر سر شخړه د ارګ او اجراییه ریاست ته هم رسېدلې او دوی یوازې د نظام ساتنه کوي، نه د کومې سیاسي ډلې.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وايي، افغان ځواکونه سیاسي نه دي، موږ په حکومت کې لاسوهنه نه کوو؛ خو د نظام ساتنه حتماً کوو.« افغان امنیتي ځواکونه د خلکو او حکومت ساتنه کوي، دغه ساتنه زموږ دنده ده او همدې اصل ته وفادار پاتې کېږو»

وزیري ډاډ ورکړ، چې عطاء محمد نور به هېڅکله داسې کار ونه کړي، چې د افغانستان په زیان وي.

د دفاع وزارت ویاند وروسته له هغه غبرګون وښود، چې له تېرو څلور ورځو راهیسې د عطاء محمد نور د ګوښه کولو پر سر لانجې روانې دي.

ارګ وايي، چې عطاء محمد نور یې له دندې ګوښه کړی او پر ځای یې انجینر محمد دواود ټاکلی؛ خو عطاء نور ګواښ کړی چې دی هېڅوک له دندې نه شي ګوښه کولی او د بلخ برحاله والي دی.

تېره ورځ جمعیت اسلامي ګوند هم ویلي وو، چې د ملي یووالي حکومت په جوړېدو کې یوه ماده داسې هم وه، چې عطاء محمد نور به د بلخ د والي په توګه به پاتې وي او له دندې به نه لرې کېږي.

د ملي یووالي په حکومت کې د جمعیت اسلامي ګوند ډېر لوړ پوړي چارواکي د عطاء محمد نور ګوښه کول نه غواړي او له ولسمشر غني یې غوښتي چې خپله کړې پرېکړه بېرته واخلي.

عطاء محمد نور له ۲۰۰۴ز کال راهیسې د بلخ والي دی. د ملي یووالي حکومت په راتګ ولسمشر غني ټول والیان او وزیران سرپرست اعلان کړل او د کرزي د وخت ټول والیان یې ګوښه کړل او یوازې عطاء محمد نور په خپله دنده پاتې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x