نړۍ

د اسلامي نړۍ وتلی عالم او ستر داعي شیخ محمد هشام البرهاني وفات شو

نن ټکی آسیا: د شام هېواد اوسېدونکی تکړه او جید دیني عالم شیخ محمد هشام البرهاني نن یکشنبه د ۸۴ په عمر له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

د مسلمانو عالمانو د نړیوالې ټولنې له خبرپاڼې سره سم، تکړه داعي، وتلی عالم او فقیه ارواښاد شیخ محمد هشام البرهاني نن یکشنبه د ۱۴۳۵ هـجري قمري کال د جمادي الاخر په ۲۷ چې د ۲۰۱۴ ز کال د اپریل د میاشتې له ۲۷ نیټې سره سمون خوري ، په سوريې کې په خپل استوګنځي کې د اجل داعي ته لبیک ووایه او د تل لپاره یې له دې نړۍ سره سترګې پټې کړې.
ویل کېږي، چې نوموړي نن ګهېځ وختې د سهار د لمانځه لپاره اودس وکړ او د لمانځه تر ادا کولو وړاندې يې ساه وسپارله.
انا لله و انا الیه راجعون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x