افغانستان

کندوز: د شېرخان بندر له تېرو پنځو ورځو راهیسې تړل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په کندوز کې د سوداګرو د ټولنې مشر وايي، تاجکستان له تېرو پنځو ورځو راهیسې د افغانستان ـ تاجکستان سوداګریزه لاره تړلې ده او دواړو خواوو ته زرګونه موټر بند پاتې دي.

د دې اتحادیې مشر سید مجتبی هاشمي په خبره، تاجکستاني پولیسو د شېرخان بندر لویه لاره له افغانستان سره تړلې ده؛ خو تراوسه یې په علت پوه شوي نه دي.

د هاشمي په خبره، دواړو خواوو ته سوداګریز توکي بند پاتې دي؛ خو تاجکستاني پولیس د ورتګ اجازه نه ورکوي.

خو د تخار والي ویاند نعمت الله تیموري وايي، چې تاجکستاني پولیسو ځکه د شېرخان بندر لاره تړلې ده، چې راتلونکي عیسوي کال«۲۰۱۸» ته څو ورځې پاتې دي او دغه کار یې د امنیتي دلایلو له مخې کړی دی.

د تیموري په خبره، سیمه ییز چارواکي هڅه کوي، چې د شېرخان بندر د لارې پرانیستو په اړه د تاجکستاني چارواکو سره خبرې وکړي او لاره پرانېزي.

شېرخان بندر د تاجکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزه لاره ده، چې شمالي ولایتونو ته ډېر توکي له همدې لارې راځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x