
ارګ پر سعودي عربستان د حوثيانو ډلې له لوري توغندیز بریدونه وغندل
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ولسمشرۍ ماڼۍ پر سعودي عربستان د حوثيانو ډلې له لوري توغندیز بریدونه غندلي او دغه ډول بریدونه یې د سیمې امنیت ته ګواښ بللي دي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د سعودي عربستان پر پلازمېنه د حوثي ډلې بریدونو په اړه خواشیني دي او د د وی له لوري دغه ډول کړنې د ستونزو د زیاتوالي سبب ګرځي.
«افراطیت، ترهګري او له تاوتریخوالي ډکې کړنې نه یوازې د ستونزو په حل کې مرسته نه کوي، بلکې برعکس د ستونزو د زیاتوالي ترڅنګ د هېوادونو او ملتونو امنیت، ثبات او مناسبات تهدیدوي.»
د خبرپاڼې له مخې، له افراطیت، تاوتریخوالي او ترهګرۍ څخه د فشار د وسیلې په توګه ګټه اخیستل هېڅ توجیه وړ عمل نه دی.
د تېرې سې شنبې په ورځ د یمن حوثیانو ډلې د سعودي عربستان پر پلازمېنه بالستیک توغندي وار کړل، چې د سعودي دفاعي سیستم خنثی کړل.
ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې ویاند رابرټ کولفیل ویلي وو، چې د عربي اېتلاف جنګي الوتکو یوازې په تېره میاشت کې ۱۳۶ ملکي یمنیان وژلي دي.
ارګ او سپیدار ماڼۍ د نړۍ د هر تحول په اړه غبرګې اعلامیې خپروي؛ خو د بهرنیو ځواکونو له لوري د ملکي وګړو په مرګ ژوبله دواړه غلي پاتې کېږي.