ورزش

کرېکټ: سریلنکا په شل اوریزو لوبه کې هم له هند ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لیندۍ،۱۳۹۶ل): هند لوبډلې سریلنکا لوبډلې ته په لومړۍ شل اوریزو لوبه کې په ۹۳ منډو ستره ماتې ورکړه.

لوبه کې چې د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه پچه سریلنکا وګټله او هند ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، هند د شل اورونو په لوبولو سره د درې لوبغاړو په سوځیدلو ۱۸۰ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا غوره توپ وهنه لوکیش راهول وکړه، نوموړي په ۴۸ توپونو ۶۱ منډې جوړې کړې.

همدارنګه ایم ایس دهوني په پای کې چټکه توپ وهنه وکړه او د یوې شپږیزې او ۴ څلوریزو په مټ یې ۳۹ منډې جوړې کړې.

د سریلنکا لخوا میتیوز، پریرا او فرنینډو د هند یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د سريلنکا لوبډله په ټاکلي هدف پوره کولو کې پاتې راغله، او ټول لوبغاړي یې د ۱۶ اورونو په لوبولو سره په ۸۷ منډو وسوځیدل.

د هند لخوا غوره توپ اچونه یوزویندرا چاهال وکړه، نوموړي د سریلنکا ۴ لوبغاړي وسوځول.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهمه شل اوریزه لوبه د جمعې په ورځ ۲۲ دیسمبر، او دریېمه لوبه به د یکشنبې په ورځ ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هند له سريلنکا څخه لومړی ټیسټ او بیا یو ورځینۍ سیالۍ ګټلې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x