zubair shafiqi

داود خان کودتا د پرچمیانو په مرسته وکړه، خو اجنډا او اهداف يې ملي وو – محمد زبیر شفیقي

ښاغلی محمد زبیر شفیقي د ویسا ورځپاڼې مسئول مدیر او په افغانو رسنیو کې پېژندل شوی نوم دی. شفیقي د غوايي د اوومې له زیانمنو څخه دی او د غوايي اتمه یې په خپلو سترګو لیدلې. سربېره پر دې، ښاغلی زبیر شفیقي د هېواد پېښې له څو لسیزو راهیسې د یوه سترګور شنونکي په توګه څاري. نن‌ټکي‌اسیا وېب پاڼې وپتېیله چې د غوايي د اوومې او اتمې په تړاو له ښاغلي شفیقي سره خبرې وکړي.

نن‌ټکی‌اسیا: شفیقي صاحب ډېره مننه، چې زموږ بلنه مو ومنله، تاسې د ثور د اوومې څخه ځوریدلي یاست، ځینې پر دې اند دي چې د ثور اوومه او اتمه دواړه د بدمرغیو د پیل ورځې دي، تاسې يې څنګه سره پرتله کوئ؟

شفیقي: بسم الله الرحمن الرحیم، له تاسې نه هم مننه، د ثور اوومه د افغان ملت په کامل اتفاق چې یو تن يې هم مخالف نه دی، د بدمرغیو پیلامه، د بحرانونو، د جګړو، د ذلتونو، د پردیو مداخلو د پردیو لښکر کشیو پیل د ثور له اوومې نه و، د ۱۳۵۷ د ثور د اوومې له کودتا نه د افغانستان هغه بدمرغي پیل شوې، چې نن هم دوام لري، نن هم په زرګونو خارجي عسکر په افغانستان کې پراته دي، افغانان هره ورځ د دوی له خوا په شهادت رسېږي، زنداني کېږي او ځورېږي، چې پیل يې د ثور له اوومې د بدنامې، د سپکې، د ذلیلانه کودتا نه شوی دی، دا دثور اوومه ده او د ۱۳۷۱ د ثور اتمه چې د مجاهدینو د بريا په ورځ مشهوره ده، په دې کې هیڅ شک نشته چې د جهاد بری د ملت د قربانیو او عظمتونو د بریا ورځ ده، دا چې بیا د مجاهدینو واک په توطیو واوښت او پخپله مجاهدین یا يې هم ځینې مشران په اقتداري جګړو واوښتل او د ملت د قربانیو په بدل ګټل شوی عظمت يې د خپل اقتدار تر هوسونو قربان کړ، هغه بېله خبره ده.

دغه اوس چې څوک د ثور اوومه او اتمه یوه بولي، یا دواړه بدنامې ورځې بولي، د هغوی که استدلال دا وي، چې د ثور اتمې هغه څه رانه کړل، چې افغان ملت غوښتل، په دې کې زه ورسره موافق یم، یقیناً د جهاد عظمت لکه څنګه چې لازم و، خوندي نه شو.

هغه سپېڅلی مقدس جهاد يې د اقتدار په جنګونو واړاوه او زموږ ملت پکې وځورید او که ځينې مغرضې کړۍ وي، خصوصاً د ثور کودتاچیان او د هغوی عاملین په لوی لاس، د خپلو بدنامیو، د خپلو ذلتونو او د خپلو وحشتونو پټولو لپاره د ثور اتمه ډېره غندي، چې هيڅ ونه شول، کورني جنګونه پکې راغلل، په ډېر مبالغه امیز شکل يې غندي. که څه هم په خپل منځي جګړه کې که زر تنه هم شهیدان شوي دي، ښه نه دي شوي، زه هیڅ لوی یا واړه مجاهد ته دا جواز نه ورکوم، چې څوک بې ګناه ووژني؛ ځکه دوی خو مجاهدین وو، دوی خو د دې ولس مدافعین وو، دوی که زر روپۍ، که یو لک روپۍ اخیستې یا يې وطن چور کړی دا يې ناروا کړې، په دې کې هیڅ شک نشته.

خو که په دې پلمه کمونیستان ځانونه سپینوي او برائت اخلي او یا ځينې نورې کړۍ له دې غلطه استفاده کوي او غواړي مجاهدین او جهاد بدنام کړي.

زه وایم چې د شوروي د یرغل په وړاندې مبارزه یو مقدس جهاد و، دا چې د دې جهاد تر شا د بل چا لاس و او غوښتل يې چې له دې جهاد نه یا مجاهدینو نه استفاده وکړي په دې کې هم هيڅ شک نشته، زه دا تاییدوم، مګر زموږ خپله خبره خو هم وه، خپل جهاد خو مو هم و، په دې ملت تېری شوی او د دوی حق و چې دفاع وکړي، دا چې له موږسره مرسته کېده او بیا له هغې مرستې سمه ګټه وانه خیستلای شوه، دا بېله خبره ده.

په لنډه درته وایم چې جهاد خپل عظمت درلود، مجاهدین او مشرانو چې يې جهاد کړی دا د ولس ویاړ و، خو چې همدې مشرانو بیا د اقتدار لپاره د جهاد نوم بدنام کړی او د ملت بچیان يې وژلي دا د دوی جنایت دی دا د دې ملت سره جفاده.

نن‌ټکی‌اسیا: ډېره مننه، ځينې داسې انګېرې چې دې کودتا ته د سردار محمد داود خان کودتا یوه نمونه وه او د ثور کودتاچیانو له داوده دا زده کړل چې څنګه یو څوک په کودتا له واکه وغورځوي، دا دوه کودتاوې څنګه سره پرتله کوئ؟

شفیقي: د سردار داودخان په کودتا کې هم کمونیستانو ډېر لوی لاس درلود، په نظامي برخه کې واکمن پرچمیان ورسره همکار وو، په دې کې شک نشته چې داودخان په کودتا کې له هغوی نه ګټه واخیسته، خو د داود خان د کودتا او د روس پالو کمونیستانو د کودتا توپیر پکې دي چې داود خان کودتا د پرچمیانو په مرسته وکړه، خو اجنډا يې ملي وه او اهداف يې ملي و، معلومه شوه چې دی د مسکو نوکر نه و، بالاخره يې له برژنف سره يې په مسکو کې د امریکا د مرستو په اړه جنجال راغی، هغه اسناد خوندي دي چې داودخان ورته ويل چې ته د یو خپلواک هېواد له جمهور رئیس سره مخاطب يې او ماته خبرې پېچکاري کولای نشې.

دا یو تفاوت و، بل دا چې پر داودخان کله کودتا وشوه، ژوندی تسلیم نه شو، پناه يې ونه غوښته او امتیاز يې ونه غوښت، پوهېده چې په ملت يې تېری شوی او قرباني يې ورکړه. دا چې څه افراطي و، کله به يې په کمونیستانو تکیه کوله اوکله به يې داسې نور شعارونه پورته کول، داسې سم تدبیر ورسره نه و، دا بېله خبره ده؛ خو د هدف په رابطه، داودخان پاک هدف درلود، له ټولو غلطیوسره چې کړې يې دي، وطندوست شخصیت و، ثابت شوی دی، د داودخان کودتا او شخصیت د ثور له کودتاچیانو او شخصیتونو سره يې ډېر توپیر درلود.

نن‌ټکی‌اسیا: تاسې وویل چې د جهاد په وخت کې جهاد، جهاد و، خو د خپل منځي جګړو په وخت کې شوي جنایتونه مجموعي جرم بولۍ کې مشخص مسوول لري؟

شفیقي: زه فکر کوم، چې دا انفرادي جرم و، په مجموع کې په سیاسي ډګر کې مجاهدین مشران ونه توانېدل چې توطیې درک کړي، دا لویه تېروتنه وه. دا د ملت د قربانۍ د زیانېدو لوی علت دا و چې دوی توطيې درک نه کړي، مثلاً دې ته څه ضرورت و چې د کابل د نیولو په سر جګړې سره وکړي، که کوم یو غلی کېناستی وای او بل د اقتدار په سر جنجال جوړ کړی وای، ملت به له هغه چاسره و، چې ارام ناست و، موږ ولیدل چې دوی پخپله په جګړو کې ښکېل شول.

بل دوی ډېره غلطه محاسبه کړې وه، مثلاً رباني له مسعود سره په کابل کې او حکمتیار په چهاراسیاب کې و، حکمتیار داسې انګېرلې وه چې دلته به یم او همداسې کومکونه به جاري وي ، ده د حزب اسلامي په قوت حساب کاوه، دلته دغو نورو ویل چې موږ خو قوت نیولی همدا به بخت او تخت وي، دا حکمتیار په دې کې هیڅ ضرور نه دی چې راګډ کړو، د دوی دې ته پام نه و، چې دواړه په توطیو کې لويدلي وو، چې دا توطیې د جنګ د دوام لپاره، د بحران د دوام لپاره او د یو سوچه اسلامي نظام د مخنیوي او د جهاد د بدنامي لپاره وي، دې ته يې یو هم پرې نه ښود، چې ژر ارام شي، ورو ورو مرستې پرې کمې شوې، دوی دې ته هم پام ونه کړ چې مرستې پرې درېږي او وروسته به څه رقم کارونو ته لاس اچوي، د کابل لوري د روس په ملاتړ آن ځانګړي نوټونه چاپ کړل، لکه دوستمي هغه؛ بل لوري د خپل اقتصاي مشکلاتو د حل لپاره داسې کاروته لاس واچاوه چې دوی هم پکې بدنام شول او جهاد هم پکې بدنام شو، چې دا یوه توطیه وه چې دوی درک نه شوای کړای، مګر دوی پکې مقصر دي.

نن‌ټکی‌اسیا: په هغه وخت کې د دوی لوی دښمن روس و، چې نور يې نو مات کړی و، د وخت ځینې نور طاقتونه لکه امریکا یا هم ګاونډی پاکستان د مجاهدینو همکار دولتونه وو، نو دغه توطیې د چاله خوا وي؟

شفیقي: په توطیو کې داوړه خواوې (روس او امریکا) ښکېلې وي، روس داسې انګېرله چې که جنګ کرار شي له دوی نه به د جګړې تاوان وغواړي، نو د دې لپاره چې دوی د جګړې له تاوانه او ملامتۍ نه ځان خلاص کړي، نو کله چې وپوهېدل چې باید له افغانستانه ووځي، نو قومي ملېشې يې جوړې کړي او د افغانستان قوتونه يې تیت پرک کړل، هرځای يو څوک تقویه کړ او هماسې يې پرېښود، چې د داخلي جګړو لپاره يوه وسیله شول.

له بل لوري امریکا هم په دې توطیو کې لاس درلود، دغه اوس دا خبره ډېره کېږي چې له تېر جهاده وروسته امریکا دا منطقه پرېښوده او کراره پخپل ځای کېناسته، حال دا چې دا سې نه و، دوی قصداً لاړل، خو مجاهدین يې د اسلام اباد د سې آي اې له لوی مرکزه څارل او پرې يې ښودل چې په جګړو کې بدنام شي.

د دې مرکز اړوند امریکايي لیکوالو پخلپو کتابونو کې یادونې کړې دي، دوی مجاهدین په خپل منځي جګړو کې ځکه پرېښودل چې بدنام شي او هغه اسلامي نظام چې امریکا ترې وېرېده، رانه شي. دوی تر شا د دې اختلافاتو لپاره لمن وهله.

نن‌ټکی‌اسیا: په تېر جهاد کې د امریکا د استخباراتي شبکې دومره ننوتل او زور، د تېر جهاد د تقدس د بدنامۍ لپاره ځینو ته پلمې په لاس ورکړې دي، په دې اړه څه وایاست؟

ځواب: اساسي خبره دا ده، چې دلته اول کودتا وشوه، وروسته تجاوز وشو، وروسته مجاهدینو قیام وکړ او بیا وروسته له هغې امریکا کومکونه شروع کړل، د امریکا د هغه وخت د استخباراتومشاور بريژنسکي خپل ولسمشر ته مشوره ورکړه، چې افغانستان د ویتنام د غچ اخیستو لپاره ښه ځای دی او شوروي پکې راښکېل کېدای شي، چې دلته به ټوټه ټوټه شي او سوړ جنګ به ختم شي.

د امریکا د وخت مشر ته دا مشوره د نهه اویا کال په جولای کې ورکړل شوې ده، یعنې کله چې دلته جهاد زور ونیو له هغه وروسته سې آي اې ډېره په زوره راغله. یوه مسله زه تاسې ته وایم، زه د (سې آی اې پټې جګړې) کتاب په ژباړه بوخت یم، نو هلته وايی چې کله د امریکا ولسمشر له افغان مجاهدینو سره د مرستې هوډ وکړ، نو سې آی اې په ویتنام، لاوس، تبت او نورو سیمو کې ډېره بدنامه شوې وه، نو دلته يې داسې پرېکړه وکړه چې دوی به دغه مرستې د آی ایس آی له لارې کوي او دوی به مستقیماً د مجاهدینو له مشرانو سره نه ګوري؛ خو سره له دې يې هم بیا وروسته له ځینو کسانو سره مستقیم ارتباط و، سټیو کول يې یادونه کړې ده، دا پټه خبره نه ده؛ مګر د جهاد تقدس په خپل ځای دی، زموږ په ارزښتونو، مقدساتو او په کلی او کور تجاوز شوی و، پردی لښکر راغلی و او په موږ یې دفاع فرض وه.

نو د دې دفاع لپاره چې هر چا کومک کړی، که ښه استعمال شوی که بد، که سې آی اې وه او که نورې استخباراتي شبکې، هغوی ټولو د خپلو اهدافو لپاره کومک کړی، دا چې موږ بیا درک کړي نه دي، دا بېله خبره وه او زموږ جهاد بېله.رهبران يې پرځای پرېږده، دې مجاهد ولس چې وینې توی کړې، دوی د خدای رضا لپاره او د هېواد د ازادۍ لپاره دا قربانۍ ورکړې دي.

نن‌ټکی‌اسیا: په افغان ولس د ثور له کودتا وروسته لا ډېرې بدې ورځې راغلې دي، مګر ولې د ثور د اوومې په وړاندې د ولس کرکه لا هم هماغسې پاتې ده؟

شفیقي: څو شیان دي :

اول: دا چې دا په افغانستان کې د ذلتونو، د پستیو، د رزالتونو، د وحشتونو، د پردیو د مزدوریو او نوکرۍ، د پردیو استخباراتي شبکو د لاس وهنو لپاره دروازې خلاصې شوې.

دویم: پخپله د ثور د کودتاچیانو وحشتونه يې سبب دي، تر اوسه دغسې مثال نه دی تېر شوی، محصلین، دهقانان يې یواځې د لمانځه په خاطر د اشرار، مرتجع او فیوډال په نامه له منځه وړي دي، د دوی ګناه لمونځ او پاک کالي اغوستل و، داسې وحشت په تاریخ کې نه دی تېر شوی، چې له عقیدې سره دې دومره ضد وي پکې او دومره ښکاره. سره له دې چې دغه اوسني وحشتونه او چاپې هم لوی لوی ظلمونه دي، نو د ثور د کودتا په وړاندې کرکه ځکه ده چې د بدبختیو، تراژیدیو او فاجعو پیل دی. او تل به غندل کېږي، دغه وروسته چې هر غم راغلی په یو شکل کې د ثور کودتا پکې شریکه ده.
نن‌ټکی‌اسیا: نو دومره لوی مجرمین، په دې ارزي چې اوس غوندې واکمن شي، یا جوړ جاړی ورسره وشي؟
شفیقي: کله له داسې یوعمومي غم چې دېرش کاله پرې اوښتي، وروسته سوله غواړو، نو په یوڅه باید سترګې پټې کړو. خو یو شرط پکې ضرور دی، چې دلته به دوی ټول اقرار کوي، چې ظلمونه شوي او بیا به يې نه تکراروي، په فکري لحاظ انحرافونه شوي او بیا به نه تکرارېږي، دا افغانستان دی، دین يې اسلام دی او هویت يې افغان دی دا به راسره مني او پر خلاف به يې عمل نه کوي. بیا که په نظام کې شریک هم شي. پروا نه لري.
بل دا چې هغه په شرعي اصطلاح یو حقوق العباد دي یو حقوق الله دي، نو که په چا شخصي جرم ثابت وي، نو یابه د مقتول کورنۍ دغه کس بښي یا به محاکمه کېږي.

نن‌ټکی‌اسیا: که د ثور کودتاچیان ستاسې پورته شرایط ټول ومني، یايې فرضاً منلي دي، نو کله چې دوی د دې ورځې غندنه ويني، فکر کوئ چې د زغم توان به ولري؟

شفیقي: نه نه، دا په دنیا کې اصول دي، نه پوهېږم لکه چې په چین کې دی، یو پارک دی، یوې خواته يې د چین د دفاع کوونکي اتل مجسمه ده، بل طرف ته يې د یو خاین مجسمه ده، نو یوه ته خلک په غاړه کې ګلان وراچوي، بل ته ورتوکي.
دا د ژوندیو ملتونو د ژوندي پاتې کېدو یواصل دی چې باید وشي، په افغانستان کې باید بدې کړنې وغندل شي چې بیايې څوک د کولو جرائت ونه کړي. دوی شخصاً په خپل جرم پښېمانه شوي، نو باید په دې غندنو کې راسره برخه واخلي.

نن‌ټکی‌اسیا: یعنې په دوی کې دومره زغم شته، چې د ځان د مرده باد نارې په سړه سینه واوري؟

شفیقي: له دې پرته بله چاره نشته، دا زغم چې ملت پیدا کړی، چې دوی له محاکمې خلاص دي، دوی هم باید د خپلو منفي کړنو په ارتباط د ولس غبرګون وزغمي.

نن‌ټکی‌اسیا: په اوسنیو شرایطو کې چې بیا هم د یو یرغلګر په وړاندې جګړه روانه ده او متجاوزین په وتو دي، اوس د جګړې ښکېلو افغاني غاړو ته څه ویل لرئ؟

شفیقي: زه داسې وایم چې موږ په دې وروستیو کې متاسفانه مطلق د یوې پردۍ جګړې ښکار یو، په دې کې شک نشته چې دغه پردي دلته د خپلو موخو لپاره راغلي، خو له دې سره سره بین الافغاني تفاهم ته ضرورت دی، افغانان باید سره کېني، زه باوري یم چې ټول په خپلو ارزښتونو سره شریک دي، که څه اختلاف وي هغه به سلیقوي وي، بنیادي اختلاف نشته. موږ ټول د یوې عقيدې څښتن یو، ټول د یوه هویت او یوه کور څښتن يو، نو دلته د غميزې د ختمېدو لاره دغه ده چې افغانان سره پوی شي او د بهرنیانو د وتلو لپاره هم یوه معقوله لاره ولټوي، ترڅو په افغانستان کې دغه جنجالونه وي، نو زه فکر کوم هغه د خارجي قواوو په وړاندې له غرونو نه روان مقاومت تر ډېره له دوی سره مرسته کوي؛ ځکه چې د دوی د مقاومت په څپه کې ملت ډېر تاواني کېږي، او په ملت کې د دوی د مقاومت په وړاندې شکونه پیداکېږي، چې بهرنیان او ځينې افغانان داسې فکر کوي چې رښتیا هم دغه خارجي قوتونه د دوی ساتنه کوي، او دا زموږ ضرورت دی، نو د دې ضرورت د ورکاوي لپاره یواځینۍ لاره دا ده چې سره کېني او یو بل وزغمي او داسې فکر وکړي چې دا زموږ ګډ کور دی.

نن‌ټکی‌اسیا: ډېره مننه، شفیقي صاحب کور مو ودان.

شفیقي: مهرباني.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د