افغانستان

ناټو: د بلاک هاک چورلکو نوې جوپه افغان هوايي ځواک ته سپارل کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې د ناټو رسنیز دفتر ویلي چې د افغانستان هوايي ځواکونو ته به د بلاک هاک امریکايی چورلکو نوې جوپه د راتلونکې کال ۲۰۱۸ په جنوري میاشت کې وسپارل شي.
امریکا غواړي چې د افغان هوايي ځواکونو الوتکې نوي او د روسي پر ځای امریکايي چورلکې ورکړي چې ټاکل شوې په راتلونکو څو کلونو کې به دوی ته شاوخوا ۱۶۰ بلاک هاک چورلکې سپارل کیږي.

د ناټو رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان ځواکونو ته لومړی څلور چورلکې په تېر اکتوبر میاشت کې وسپارل شوې او ټاکل شوې چې په راتلونکې میاشت جنوري کې یوه برخه بله هم ورته وسپارل شي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د نویو الوتکو شمېر به څو يي خو ناټو ویلي چې هغه اوس د جوړېدو په حال کې دي.

ناټو زیاته کړې چې یوازي سږ کال ۲۰۱۷ کې افغان هوايي ځواکونو تر ۱۵ زره زیاتې الوتنې کړي او د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې يې د عملیاتو پر مهال د پوځ او کمانډو ځواکونو ملاتړ کړی دی.

د امریکا د هوايي ځواک یوه جګپوړي جنرال لانس بنچ ویلي چې په کال ۲۰۱۷ کې اکثره عملیات افغان هوايي ځواکونو په خپله وکړل، او زیاته یې کړه، مونږ تمه لرو چې د کال ۲۰۱۸ د جګړې موسم د پیل تر مخه اقلا د ۸ چورلکو عمله ولرو چې د هغو څخه یې ۶ تنه روزل شوي او د نورو روزنه روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x