ورزش

کرېکټ: په ۲۰۱۷ کال کې د ټیسټ لوبې غوره توپ اچونکي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د تیرو څو کلونو راهیسې په ټیسټ لوبو کې توپ اچوونکي د لوبډلو د بریا راز ګڼل کیږي، که چیرې توپ اچونکی په لوبه کې ښه ونه ځلید لوبډلې ته بریا ستونزمنه شي.

راځئ هغه غوره توپ اچوونکي وپیژنو چې د ۲۰۱۷ کال په ټيسټ لوبو کې ښه ځلیدلي دي، او دوی ثابته کړې ده چې ټيسټ لوبې بریا د توپ اچوونکو په لاس کې ده.

نیتن لاین Nathan lyon:

نیتن لاین د استرالیا ورو توپ اچونکی دی، چې د ۲۰۱۷ کال په غوره توپ اچوونکو کې لومړی مقام لري، نوموړي په روان کال کې تر ټولو ډیرې ۶۰ ویکټې ترلاسه کړي، او لا هم د نورو ویکټو ترلاسه کولو چانس لري.

نیتن لاین د ۲۰۱۷ کال په ۱۰ لوبو کې ۶۰ لوبغاړي سوځولي، چې د یوې پاڼۍ غوره توپ اچونه یې ۸/۵۰ ده، نوموړی اوسمهال د ټیسټ لوبې توپ اچوونکو په جدول کې نهم مقام لري.

روي چندرن ایشوین Ravichandran Ashwin:

د هند غوره توپ اچونکی ایشوین ځلیدونکی ۲۰۱۷ کال درلود، نوموړي په ۱۱ لوبو کې ۵۶ لوبغاړي سوځولي، او تر دې دمه د ۲۰۱۷ کال په غوره توپ اچوونکو کې دوهم مقام لري، روي چندرن ایشوین په ټیسټ لوبو کې د چټک ۳۰۰ لوبغاړو سوځولو نړیوال ریکارډ هم جوړ کړی دی، نوموړی اوسمهال د ټیسټ لوبو توپ اچوونکو په جدول کې څلورم مقام لري.

کاګیسو رپاډا Kagiso Rabada:

د سویلي افریقا چټک توپ اچونکی رپاډا په ۲۰۱۷ کال کې ۵۴ ویکټې ترلاسه کړي، نوموړی د هند ورو توپ اچونکې رویندرا جدیجا سره په ویکټو ترلاسه کولو کې مساوي دی خو د جدیجا په پرتله رپاډا ښه اوسط لري، چې په یوه پاڼۍ کې درې واره ۵ ویکټې او په یو میچ او ۲ پاڼيو کې يې ۱۰ ویکټې هم ترلاسه کړي دي، نوموړی په ټيسټ نړیوالو لوبو په توپ اچوونکو کې دوهم مقام لري.

رویندرا جدیجا Ravindra Jadeja:

د هند چپ لاسی ورو توپ اچونکی رویندرا جدیجا د تیر کال په څیر ځلیدونکی ۲۰۱۷ کال هم درلود، ده په ۱۰ لوبو کې ۵۴ لوبغاړي سوځولي دي، نوموړي په روان کال کې د ۱۳۰ اورونه میډن (پرته له دې چې کوم توپ وهونکی منډې جوړې کړي) کړي دي چې په دې لیست کې د روان کال غوره لوبغاړو څخه دی، جدیجا د ټیسټ لوبو توپ اچوونکو په نړیوال جدول کې دریم مقام لري.

نوموړي په روان کال کې په یوه لوبه کې ۶/۶۳ غوره توپ اچونه کړې ده، چې درې واره یې په یوه لوبه کې ۵ ویکټې ترلاسه کړي، خو دده له غوره لوبې څخه داسې ښکاري چې په نیزدې کې به په نړیوال رینکینګ کې لومړی مقام خپل کړي، له توپ اچونې سره جدیجا د هند یو ښه توپ وهونکی هم دی.

رنګنا هیرات Rangana Herath:

د ۲۰۱۷ کال په غوره توپ اچونکو کې په پنځم نمبر د سریلنکا ورو غوره توپ اچوونکی رنګنا هیرات دی، نوموړي په ۱۱ لوبو کې ټولې ۵۲ ویکټې ترلاسه کړي، که څه هم سریلنکا لوبډلې د هند پر ضد ټیسټ لوبو کې ماتې وخوړله خو د نوموړي لپاره یو روښانه سیالۍ وې، رنګنا هیرات د ټیسټ لوبو په نړیوال جدول کې په شپږم نمبر دی.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان هیڅ کوم لوبغاړی د ټیسټ لوبو په نړیوال جدول کې شتون نه لري، ځکه چې افغانستان څو میاشتې وړاندې د کرېکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ خو تر دې دمه یې کومه نړیواله ټیسټ لوبه نه ده ترسره کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x