افغانستان

جوزجان: طالبانو درې بندي عسکر خوشې کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د جوزجان چارواکي وايي، طالبانو هغه درې بندي عسکر خوشې کړي چې څو اوونۍ وړاندې د دغه ولايت په اقچه ولسوالۍ کې نيول شوي و.

د جوزجان والي لطف الله عزيزي وايي، طالبانو څه موده مخکې د اقچې ولسوالۍ له چکش کلي څخه د يوه نفوذي عسکر په مرسته څلور پوليس تښتولي و، چې له ډلې يې درې تنه د قومي مشرانو په منځګړيتوب راخوشي شوي او يو د دولت پرضد وسله اخيستې او له طالبانو سره يو ځای شوی دی.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي، په سيمه کې له خوشې شويو درې عسکرو څخه قوي ضمانتونه اخيستل شوي، چې بيا به د دولت ليکو ته نه ورځي او يو يې ضمانت نه درلود چې لا هم د دوی په بند کې دی.

د روان ۱۳۹۶ کال د ليندۍ په پنځمه نېټه د جوزجان امنيه قومندان فقير محمد جوزجاني ويلي و، چې د يادې سيمې څلور پوليس د ټولو مهماتو او وسلو سره طالبانو ته تسليم شوي دي.

د چکش کلي پوسته د شبرغان- مزارشريف پر لويه لاره پرته ده چې د چارواکو په وينا دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو د نفوذي کس په مرسته له خپلو وسلو او مهماتو سره طالبانو ته تسليم شول.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم طالبانو د يوې خبرپاڼه په خپرولو سره ويلي و، چې د ميلاد النبي صلی الله عليه وسلم په مناسبت يې د لوګر، کاپيسا، او پکتيکا ولايتونو اوسېدونکي يو شمېر هغه عسکر چې دوی سره بنديان و خوشې کړي دي.

ډيری وخت طالبان په جګړو، نښتو او نورو ورته ډول پېښو کې نيول شوي هغه پوليس په قوي ضمانتونو او يا په دې ژمنه چې بيا به په دولتي ليکو کې دندې نه کوي او د هغوی په خلاف به جګړه نه کوي خوشي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x