افغانستان

ولسمشر حامد کرزي، د مجاهدینو د بریا د دوه ویشتمې کالیزې په مناسبت زندانیانو ته د بښنې فرمان صادر کړ

د ولسمشر حامدکرزي دغه فرمان چې د ټولو نظامي او غیر نظامي زندانیانو اړوند صادرشوی، د غويي په اتمه د مجاهدینو د بریا د دوه ویشتمې کالیزې په مناسبت صادرشوی دی.

د دې فرمان له مخې هغه ماشومان چې په پنځو کلونو بند محکوم شوي دي او د خپل بند یو په درېيمه برخه يې تېره کړې وي باید خوشي شي او همدارنګه هغه ماشومان چې په یو نیم کال بندمحکوم و، بې له دې چې جرم یا يې تېرشوی بند په نظر کې ونیول شي باید خوشي شي.
د حامدکرزي د دې فرمان په اساس هغه زندانیان هم باید خوشي شي، چې په یوکال بند محکوم شوي و، پرته له دې چې تېروخت او یا جرم يې په نظرکې ونیول شي.د همدې فرمان له مخې به هغه زندانیان هم خوشي شي چې په پنځو کلونو بند محکوم و او یو په درېيمه برخه زندان يې تېر کړی وي.
یاده دې وي چې د ولسمشر یاد فرمان د ثور د اتمې په مناسبت خپور شوی، چې د ځینو جهادي رهبرانو د شخصي غوښتنو له مخې ورته ځینې مبصرین د کورنیو جګړو د پیل ورځ وايي.‎

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x