ورزش

بیګ بیش: د محمد نبي لوبډلې لومړۍ بریا خپله کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د استرالیا په تجارتي لیګ سیالیو کې د محمد نبي لوبډلې هوبارټ هوریکینز لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

لوبه کې پچه د محمد نبي لوبډلې وګټله خو لومړی یې هوبارټ لوبډلې د توپ وهنې بلنه ورکړه، هوبارټ لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو سره ۱۶۴ منډې جوړې کړې.

ددوی لخوا دوه لوبغاړو په غوره توپ وهنې سره ۳۴- ۳۴ منډې جوړې کړې، په توپ اچونه کې د ویسټ انډیز ډيرن براوو غوره توپ اچونه وکړه، نوموړي د ۴ اورونو په کولو سره ۲۸ منډې ورکړې او ۵ لوبغاړي یې وسوځول.

همدارنګه د میلبورن لوبډلې لخوا محمد نبي په توپ اچونه کې ښه وځلید او په یاد لیګ کې یې خپله لومړۍ ویکټ ترلاسه کړه، نوموړي په ۴ اورونو کې د یو لوبغاړي په سوځولو ۲۵ منډې ورکړې.

د محمد نبي لوبډلې ټاکلی هدف د ۳ لوبغاړو په سوځیدلو سره پوره کړ، ددوی لخوا غوره توپ وهنه کیمرون وایټ وکړه، نوموړي د ۲ شپږیزو او ۸ څلوریزو په مرسته ۷۹ منډې جوړې کړې.

د یادونې وړ ده چې په یادو سیالیو کې د افغانستان لخوا محمد نبي او راشد خان لوبیږي، چې د راشد خان لوبډله ایډلیډ سټرایکر به د جمعې په ورځ ماښام خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x