
ملګرو ملتونو د رايو په اکثريت د فلسطین په حق کې رايه ورکړه
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ تېره ورځ چهارشنبه د فلسطين په موضوع غونډه درلوده، د غړو په اکثریت پریکړه وشوه چې فلسطین حق لري تر څو د خپلو طبیعي زیرمو څخه استفاده وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د فلسطين استازی رياض منصور رسنيو ته ويلي، چې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو د رايو په قاطع اکثریت د فلسطين په حق کې د امریکا او اسرائیلو پر ضد رايه ورکړه.
د ښاغلي منصور په وينا ۱۶۳ هېوادونو د فلسطين دولت په ملاتړ او شپږو يې پر خلاف رايه ورکړه او يوولسو هېوادونو په رايې اچونې کې برخه وا نه خيسته.
د فلسطين سفير زياته کړه، چې د ملګرو ملتونو د د رايو د قاطعې پرېکړې معنا همدا ده، چې دوی د بیت المقدس او فلسطين په اړه د امریکا پر ضد د فلسطيني ولس ملاتړ کوي.
الحمدلله ټرمپ دي غاپي اسلام اومسلمانان عزت منددي
الحمد للہ امریکہ چہ نن ذلیلہ دہ دطالب قہرمان دوجی نہ ،د دی نہ مخکی قوی نہ قوی ملک دامریکہ نہ یریدو،داللہ کارونہ دخیر نہ خالی نہء وی
السلام علیکم
دا شپږ هیوادونه کوم دي؟
هغه شبږ نه نهه هیوادونه دی ، امریکا، کانادا استرالیا، اسراییل، ارجنټاین او څو کم شهرته جزیری دی . خبر شوم غنی غلام لمړی د فلسطین په ګټه رایه کارولی چه د سعودی او نورو اسلامی هیوادو مرستی تر لاسه کړی . دمجلس اخر او په پټه یی هغه رایه واپس کړی چه د امریکا مرستی پری ونه دریږی . تر دی ذلت به نور څه وی ، تر دی خو ورته دا ښه وه چه له اوله یی د فلسطین په ضد رایه ورکړی وی ، نه د شیطان خبل شو او هم یی الله ج ته مخ تور… نور لوستل »