افریقا کرکټ لیګ: د لوبډلې مالک له پیسو سره ځان غیب کړی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په یوګنډا هیواد کې د شل اوریزو لوبو سیالیو په جریان کې د لوبډلې مالک له څو لوبو کولو وروسته ځان ورک کړی، چې له کبله یې له څلورو لوبو وروسته سیالۍ پای ته ورسیدې.

په دې لیګ کې ۲۲ پاکستاني لوبغاړو شرکت کړی و چې د پنجشنبې په ورځ هیواد ته ستانه شوي، په دې لوبغاړو کې غوره ورو توپ اچوونکی سعید اجمل چې څه موده مخکې له نړیوالو لوبو څخه تقاعد شوی و هم وو.

سعید اجمل د یوګنډا په ایالت کمپالا کې له رسنیو سره د خبرو په ترڅ کې وویل چې ددې لیګ مالک هندی استرالیاوي، او سپانسرانو کې یې د هند او یوګنډا ځایي خلک شامل وو، مګر د څلورو لوبو وروسته پخپله د لیګ مالک ورک شو، چې لیګ له خپل وخت نه مخکې پای ته ورسیدو.

نوموړی زیاتوي چې د یوګنډا لوبو فدراسیون ددې لیګ په واسطه کول په یوګنډا هیواد کې کرېکټ ته وده ورکړي، او دا د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا تصویب شوې سیالۍ وې، همدارنګه ده زیاته کړه چې پاکستاني لوبغاړي به د پنجشنبې په ماښام هیواد ته ستانه شي.

د پاکستان کرېکټ بورډ ویاند ددې لیګ په اړه رسنیو ته ویلي چې د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا له تصویب کیدو وروسته دغه لیګ ته لوبغاړي استول شوي وو، ویاند زیاته کړه چې لوبغاړو سره د لوبو نه وړاندې د نیمو پیسو ورکولو ژمنه شوې وه چې پوره نشوه.

د یادونې وړ ده چې تجارتي لیګونه د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا ترسره کیږي، په کوم کې چې آي پي ایل، بي پي ایل، پي ایس ایل، بي بي ایل، کیریبین لیګ او نور لیګونه شامل دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د