د امت لويان

د شیخ محمد هشام البرهاني ژوند ته لنډه کتنه

د سړیو د کاختي په دې سپیره زمانه کې مسلمان امت یو ستر داعي او وتلی عالم شیخ محمد هشام البرهاني هم له لاسه ورکړ نوموړی په 27 جمادى الآخر 1435 هـ, 27 أپريل 2014 م د سوريي په پلازمینه دمشق کې د 83 کلو په عمر د اجل داعي ته لبیک ووایه، نوموړی د مشهور عالم او دیني لارښود امام علاّمة الشيخ محمّد سعيد البرهاني رحمه الله زوی و او د هغه په لاس روزل شوی او لوی شوی و،

او د البرهاني کورنۍ د دمشق له مشهورو علمي کورنیو شمیرل کیږي. د دوی مشر نیکه علامة الشيخ ملا علي الداغستاني البرهاني له اذربایجان نه ترکيي ته هجرت کړی و، له هغه وروسته د سوريي حلب او بیا مدیني منوري ته او وروسته په دمشق کې میشت شوی و، هغه ته د دمشق په مشهور جومات جامع الاموي کې په ځانکړي ځای (قبة النسر) کې تدریس سپارل شوی و چې هلته به د وخت مشهور او لوی علماء مقرریدل.

د شیخ هشام البرهاني پلار شیخ محمد سعید البرهاني د حنفي فقهي ښه علالم او د تصوف د شاذلي طریقي لوی مرشد و، د خپل پلار په برکت شیخ هشام هم په اړوندو لارو روان او د وخت له سترو علماو نه يې علم ترلاسه کړی و، دبیلګې په توګه په دمشق کې د شریعت په پوهنځي کې یې د وخت وتلي عالمان الشیخ مصطفي السباعي او الشیخ مصطفي الزرقا استادان وو، د لوړو زده کړو له پاره مصر ته تللی و، او وروسته يې په سوریه کې په مختلفو تدریسي دندو کې وخت تیر کړی و، داراز د اماراتو په عربي دولت کې یې هم په مختلفو برخو کې کارونه کړي و لکه د عدليي او اوقافو په وزارتونو کې او د العین په پوهنتو کې یې څه موده د فقهي او اسلامي فکر مضمون تدریس کاوه.

شیخ هشام په خپل علمي ژوند کې ډیر لوی کارونه کړي دي او د دعوت په مختلفو برخو کې يې ګڼ شمیر دندې ترسره کړې دي، له دې سره نوموړی خورا تکړه محقق او ښه لیکوال هم و دا لاندي د څو هغو کتابونو نومونه دي چې شیخ هشام تصنیف کړي دي:

1_ سد الذرائع في الشريعة الإسلامية 2_ علم تجويد القرآن الكريم 3_ المختصر في علم التجويد 4_ د امام بخاري د الأدب المفرد تحقيق 5_ سلسلة رسائل في العبادات: الصلاة / الصيام / الزكاة / الحج. 6_ فقه الصيام على المذاهب الأربعة 7_ فهرس أبجدي عام لموسوعة الفقه الظاهري “المحلى لابن حزم” (بالاشتراك) 8_ مذكرة الفقه الحنفي لطلاب السنة الأولى في كلية الشريعة بجامعة دمشق 9_ مناسك الحج على المذاهب الأربعة 10_ مناهج مراكز زايد لتحفيظ القرآن الكريم ثمانية مراحل

 په اخیر کې د دمشق په جامع الاموي کې استاد او د دمشق دیوه بل مشهور جومات (جامع التوبه) خطیب و، جامع التوبه د دمشق پخوانی جومات ده او ویل کیږې د ملک اشرف په زمانه کې په کال 632هـ كي جوړ شوی ده، او هغه مهال یې مشهور امام العز بن عبدالسلام رحمه الله خطیب تیر شوی دی، په پای کې د شیخ هشام البرهاني له پیج نه دهغه په لاس لیکل شوې دا یوه کیسه درته را اخلم هغه دا چې ویل کیږې عامر بن بهدله رحمه الله په یوه صالح سړي تیریدی چې هغه د وخت ظالم امیر حجاج بن یوسف وژلی او راځړولی و نو له ځانه سره یې وویل: ای الله ! ظالمانو ته ستا حلم او صبر مظلومانو ته ډیر ضرر رسوي، عامر چې کورته ولاړ د شپې ویده شو خوب یې ولید چې په جنت کې یې او په جنت کې یې دا راځړول شوی صالح انسان ولید چې په خورا لوړ مقام کې وي، په دې وخت کې عامر یو غږ واوریده چې ویل یې: ظالمانو ته زما حلم او صبر مظلومان خورا لوړو مقامونو ته ورسول. دا کیسه یې د زمحشري له کتاب (ربیع الازهار) نه راخیستې ده. الله دي په شیخ هشام البرهاني رحمه الله رحم وکړي او قبر دې له نور نه ډک کړي او الله دي مسلمان امت ته د ده په ځای ښه بدیل ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x